لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګلګت کې ۱۳ سکولونه سوځول شوي


د پاکستان په شمالي برخه ګلګت بلتستان کې نامالومو کسانو ۱۳سکولونه سوځولي چې زياتره يې د جينکو دي.

د ګلګت د ديامیر استور کمشنر عبدالوحيد شاه وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې په علاقه کې د ۱۳ پورې سکولونه سوځول شوي چې پکې د اته ؤ پورې سکولونه د جينکو دي.

نوموړي ويلي سکولونه سوځول شوي خو داسې نه دي چې په بشپړ ډول تباه کړی شوي دي.

هغه وويل ښکاري چې د وران کارو هدف هم د جينکو سکولونه وو خو د دغې کار په شا ورته کوم غټ ترهګر پلان نه ښکاري او مالوميږي چې ځايي وران کارو دغه کار کړی وي.

د سکولونو سوځولو پېښې د ګلګت په ديامیر ضلعه کې رامنځته شوي او د ضلعې د مرستيال کمشنر دفتر وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د ۱۱ سکولونو سوځولو او ورانولو پخلی کړی دی.

د مرستيال کمشنر د دفتر يو چارواکي هم وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي د ديامير په بېلابيلو علاقو کې سکولونه د تېرې نيمې شپې نه وروستو وران کړی شوي او سوځول شوي چې زياتره پکې د جينکو دي.

د ديامیر د پوليس مشر (اېس پي) راې اجمل نن د جمعې په ورځ سهار ډيوه سره په خبرو کې يواځې د سکولونو د سوځولو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې ؤ په دغه اړوند نور مالومات رايوځای کوي.

نوموړي ویلي ؤ د پلټنو وړاندې نه شي ويلی چې د پېښې په شا د چا لاس دي.

د کمشنر د دفتر چارواکي ويلي په ګلګت کې د جولايۍ د میاشتې نه تر د اګست د مياشتې ختمېدو پورې د ماشومانو چهټيانې دي.

ځايي ټيلي ويژن چېنلې ښکاره کوي چې د سیمې خلکو د سکولونو د سوځولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې او ويلي يې دي په سيمه کې د تعليم دښمنانو دغه کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Recommended

XS
SM
MD
LG