واشنګټن ــــ طالبانو د دې خبرې پخلی وکړ چې د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه تښتول شوي استاذان، کیوین کینگ او تیموتي ویکس یې خوشې کړي دي.
افغان طالبانو ته نیژدې سرچینې وایي چې افغان حکومت د حقاني ډلې او طالبانو درې مهم بندیان خوشي کړي او په قطر کې د طالبانو دفتر ته رسېدلي دي او په بدل کې یې طالبانو هم د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان خوشي کړي دي.
انس حقاني د طالبانو له دوو نورو قومندانانو حاجي ملي خان او حافظ عبدالرشید سره یو ځای افغان حکومت په 2014م کال کې نیولي وو او طالبانو دوه بهرني استادان د 2016م کال په اګست کې په کابل کې له امریکایي پوهنتونه دباندې تښتولي وو.
افغان طالبانو په یو خپور شوي بیان کې د خپلو درېیو کسانو انس حقاني، حاجي مالي خان، او حافظ عبدالرشید خوشي کېدل مثبت ګام بللی.
په خپور شوي بیان کې طالبانو له خپل اړخه دا خبره تایید کړې چې هغوی دوه بهرني استاذان او لس افغان عسکر خوشي کړي دي. طالبانو دا هم ویلي چې دا ټولې کړنې، د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي د دوو بهرنیو او درو طالب قومندانانو د خوشي کولو په اړه د خبرو منځګړتوب د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد کړی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم نن په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د دوو بهرنیو استادانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی. عمران خان په یوه ټویټ کې لیکلي چې پاکستان د دغو بهرنیو استادانو او طالبانو د تبادلې له بهیر سره بشپړه مرسته کړې ده:
"موږ چې د افغان شخړې د سیاسي حل تل ملاتړ کړی، هیله من یو چې دا ګام به په دواړو اړخونو کې باور زیات کړي چې د سولې خبرې بیرته پیل کړي. پاکستان د سولې ددغو خبرو ملاتړ ته تل ژمن پاته شوی".
نیویارک ټایمز وایي دواړه استادان په ختیځ افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شول او له هغه ځایه په کابل کې بګرام هوایي ډګر ته وړل شوي دي.
دا معلومه نه ده چې تښتول شوي استاذان هم په ختیځ افغانستان کې په کوم ځای کې د تېرو درو کالو راهیسې بندي وو او که نه د خوشي کېدلو نه وړاندې د کوم بل ځای نه یا د پولې بلې غاړې پاکستان غاړې نه هلته وړل شوي وو.
د بندیانو د خوشي کېدو په اړه د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبر خپور کړی او ویلي یې دي ځینې افغانان اوس هم دا وېره لري چې دا به د سولې له نویو خبرو سره مرسته و نه کړي.
د خوشي شوي امریکایي استاد کېوین کنګ خور سټیفني میلر د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې د صدر ټرمپ مننه کړې او ویلي یې دي چې د خبر په اورېدو او دا چې ورور یې بیرته کور ته را روان دی ډېره خوشاله ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي امریکایي چارواکو ورته ویلي چې افغان حکومت او امریکا د بندیانو تبادله د وروستیو حملې په وجه ځنډولې وه، په 12 او 13م نومبر په لوګر او کابل کې د حملو وروسته ښاغلي خلیلزاد طالبانو ته ویلي وو چې پخپلو کسانو کنټرول ولري او یا ورته هغه څوک وښیي چې څوک پر دوی کنټرول لري چې خبره ورسره وکړي.
سرچینې وایي چې د انس حقاني په ګډون د حقاني ډلې او طالبانو دغه درې خوشي شوي بندیان د ګل- دوشنبې په ورځ په الوتکه کې قطر ته رسېدلي، چې له دوو بهرنیو استادانو 63 کلن امریکايي تن کېوین کنګ او 50 کلن اسټرېلیایي ټیموتي ویکس سره یې تبادله شوې وه.
افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ اعلان کړی وو، چې د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې د طالبانو دغه درې تنه مهم بندیان له امریکایي متحدینو سره تر سلامشورو وروسته په دې هیله خوشي کوي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.