لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات:بې پيلوټه الوتکې له طالبانو په جلاشوې ډلې هوايي برید کړی، مرګ ژوبله يې اړولې ده


د افغانستان په هرات ولایت کې بې پیلوټه الوتکې په هغې ډلې هوايي برید کړی چې تازه له طالبانو څخه جلا شوې وه، راپورونه وايي په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دهرات والي ویاند غلام جېلاني فرهاد ویلي د پیښې پخلی کړی او ویلي يې دي دا هوايي برید په شینډنډ ولسوالۍ کې پرون مازيګر شوی دی.

جېلاني په دې پیښه کې د اوښتي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي خو د سیمې نه په ناتایده راپورونو کې راغلي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د جلا شوې ډلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دهرات ولایت یو تن سیمه ییز چارواکي له نوم ښودلو پرته رسنیو ته ویلي په هوايي برید کې د طالبانو د بیلې شوې ډلې قومندان ننګیال هم وژل شوی دی.

د هرات ولایت دعام روغتیا چارواکو ویلي د شوي برید له ځای څخه حوزوي روغتون ته لس کسان چې یو تن په کې وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي انتقال شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون اړوند ډاکترانو ویلي چې د یو شمېر ټپي شویو کسانو روغتایي حالت ښه نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG