لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو واک ته رسېدل،هندي کشمیر اؤ پاکستان کې بیا تندروه ډلې فعالیدی شي،دڅېړونکو اندېښنه


څېړونکي وایي په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د پاکستان پرضد هم د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان حملې سېوا شوي او هره دویمه درېمه ورځ وروسته طالبان په پخوانيو قبایلي سیمو کې د پاکستان په پوځ بريدونه کوي.

طالبان وايي خپله خاوره به دبل هیواد پرضد د ترهګرۍ لپاره کارولو ته نه ورکوي خو څېړونکي وايي دا به وخت ښي چې طالبان به هغه ډلې څنګه د بل کوم هیواد پرضد د ترهګرۍ نه منعې کړي کومې ډلې چې د هغوئ سره څنګ په څنګ د امریکا پرضد جنګېدلي دي.

په پاکستان او افغانستان کې په ترهګریزو فعالیتونو او سيمه کي د تندلاریتوب په چارو ژور نظر لرونکي خبريال احسان ټيپو محسود وي او ای ډيوه ته ویلي د کله نه چې طالبانو په افغانستان قبضه کړې د هغې راپدېخوا د پاکستان په ګډون د سيمې هېوادونه هم دا اندېښنې لري چې هسې نه د پخوا په څېر د افغانستان خاوره د هغوئ پرضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي او افغانستان يو ځل بيا د نړیوالو ترهګرو مرکز جوړ شي.

د طالبانو لخوا د کابل د نيولو وروسته داسې خبرونه هم مخې ته راغلې وؤ چې طالبانو د باګرام زندان څخه ټول 5000 بنديان خوشې کړي چې پکې د القاعده غړي هم شامل دي .

داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې په افغانستان کې د جېلونو څخه په راخوشې کړې شوو قېديانو کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر مولوي فقير محمد هم شامل دی.

خبريال احسان ټيپو محسود وایي په کابل دطالبانو له قبضې وروسته د پاکستان پرضد هم د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان حملې سېوا شوي اؤ د پاکستان امنيتي چارواکي هم دغه حملو پرېشانه کړي دي.

خو دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د افغان پولې پورې غاړې څخه د پاکستان په پوځ د برېدونو په اړه اوړمه ورځ رسنیو ته ویلي وؤ داسې نه ده چې په افغانستان کې د يوحکومت د بدلیدو سره سم به په بله ورځ بدلون راشي .

هغه ویلي وؤ د افغانستان اوسنيو چارواکو په ښکاره وېلي چې هغوئ به د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد د کارولو اجازه ورنکړي.

خبریال ټیپو وايي په هندي کشمیر کې چې کومې مضبوطې ډلې وې لکه حرکت الامجاهدین، جېش محمد د هغوئ او طالبانو فکري بڼه يوه ده او دواړه د ديو بندي مکتب فکر سره تعلق لري.

ټېپو زیاتوي داسې راپورونه هم شته او د پاکستان او طالبانو د مشرانو سره چې کله مونږ خبرې کوو نو هغوئ هم د هغه تنظيمونو په افغانستان کې اثرات او موجودګي مني کوم چې يو وخت کې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې فعاله پاتې شوې وو.

هغه وايي دالقاعده برصغير لټرېچر ته وکتل شي نو هغوئ هم د هندي کشمير د جهاد د لارې د ازادولو خبره کوي او هند هم په دې اړه اندېښنې لري.

دا په داسې حال کې ده چې دنهې په ورځ د طالبانو په خواست په دوحه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد ستانکزي د هند د سفير ديپک متل سره ليدلي وؤ.

دهند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په ليدنه کې د هند سفیر دغه اندېښنې راپورته کړي چې د افغانستان خاوره د هند پرضد هلوځلو او د څه قسمه ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي او وايي د طالبانو استازي دا باور ورکړی چې دغه مسله به په مثبت توګه هواره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG