واشنګټن ــــ طالبانو په افغانستان کې یو افغان امرکایي وګړی او د هغه ورور د ولسمشر جوبایډن له انتظامیې سره تر کامیابه خبرو اترو وروسته خوشي کړي او قطر ته رسېدلي دي.
28 کلن صفي روف د امریکې ښهریت لري او د «هیومن فرسټ کولیشن» په نامه مرستندویه ادارې مشر دی، هغه د تېر کال په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته تللی وو، چې هلته له هېواده وتونکو خلکو سره مرسته وکړي خو په دسمبر میاشت کې طالبانو نیولی وو.
طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې دا ویلي چې دوی یې په څه تور نیولي او درې نیمې میاشتې په بند کې ساتلي وو.
هیومن فرسټ کولیشن پر خپله ټویټر پاڼه د صفي رووف او د هغه د ورور د را خوشي کېدو خبر تایید کړی دی او په یوه بیان کې هغه ویلي چې د دوی د نیولو پېښه د غلط فهمۍ له کبله شوې او دوی هیڅ غلط کار نه دی کړی:
"زه او زما ورور انیس خلیل په افغانستان کې افغانانو ته په بشري مرستو رسولو بوخت وو چې د طالبانو له خوا ونیول شولو او بیا له دوی سره د ۱۰۵ ورځو لپاره بندیان وو".
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس هم پرون په یو بیان کې تایید کړې چې "امریکایي ښهري صفي الله روف او د امریکې قانوني دایمي اوسېدونکی [ګرین کارډ لرونکی] انیس خلیل تر بې جوازه بند وروسته" خوشي کړل شوي دي.
نیډ پرایس وایي دوی اوس خپل کور [امریکې] ته تر سفر مخکې په قطر کې دي، نوموړي د دوی په خوندي خلاسون کې د ټولو مرسته کوونکو مننه کړې خو وایي نور کار لا پاته دی:
"په ناجایزه توګه په بند کې د امریکایانو ساتل هیڅکله نه منو او موږ به تر هغه ونه درېږو چې هر امریکایي په ناحقه او د دوی د خوښې خلاف ساتل شوی وي او بیرته خپلې کورنۍ ته غېږ ور نه کړي".
صفي روف پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ده او ورور په را خوشي کولو کې یې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي افسر جې پي فیلډ مایر، د افغانستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازي ټام ویسټ او لیفټیننټ کرنل جېسن هوک مرسته کړې ده. د دوی په را خوشي کولو کې له امریکې بهر هم مرسته شوې:
"د قطر حکومت استازو، د برتانیا د حکومت استازو، زموږ کورنۍ، د هیومن فرسټ کولیشن ټیم غړو او په ګران هېواد افغانستان، سیمه او نړۍ کې د بې شمېره ملګرو په هڅو له زندان څخه خوشي شولو".
صفي الله رووف په 1994م کال کې د پاکستان په یو کېمپ کې زېږېدلی او هغه وخت چې لا تاند ځوان [ټین اېجر] وو کورنۍ یې امریکې ته را کډه شوې وه. هغه د واشنګټن ډي سي په جارج ټاون پوهنتون کې د طب د څانګې په «هیومن ساینس» کې زدکړې کړې دي.
نوموړي په افغانستان کې د تېر حکومت په مهال شاوخوا څلور کاله له امریکایانو سره د ترجمان او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی دی، همدارنګه یې په کابل کې د امریکا د سفارت په ګډون له امریکایي او افغان پوځیانو، اتحادي ځواکونو سره هم د سلاکار او ژباړونکي په توګه کار کړی دی.
د سي این این د رپوټ له مخې امریکې د تېر کال له اګست میاشتې وروسته تر یو لک زیات افغانان له هېواده را و ایستل چې په هغوی کې زرګونه افغان امریکایي وګړي هم شامل دي خو وایي په درځنونو امریکایان اوس هم په افغانستان کې بند پاته دي او د انخلا د عادي الوتکو د نشتوالي له کبله نه شي کولای امریکې ته ستانه شي.