لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: زیارت کې د پاکستاني پوځ د افسر تر وژنې وروسته له هغه سره تښتول شوی تن هم وژل شوی


کوټه ــــ د بلوچستان په زیارت سیمه کې د پاکستان د پوځ د یو افسر تر وژل کېدو وروسته له هغه سره یو ځای د هغه د تښتول شوي خپلوان عمر جاوید مړی هم موندل شوی دی، د دوی د وژنې ذمه واري د بلوڅو یو وسلوال سازمان منلې ده.

د پوځ تر څارنې لاندې د کورونو جوړولو د سرکاري ادارې ډیفنس هاوسنګ اتھارټي یو افسر لېفټینینټ کرنل لایق بېګ مرزا او د هغه د تره زوی عمر جاوید د تېرې چارشنبې- شورو په شپه له زیارته کوټې ته د کورنۍ له نورو غړو سره روان وو چې وسلوالو وتښتول.

د دوی تر تښتول کېدو سمدستي وروسته پوځ په سیمه کې په وسلوالو پسې پلټنه پیل کړې وه، چې په عملیاتو کې یې له هیلیکاپټره هم کار اخیستی وو، خو وسلوالو د پوځ افسر لایق بېګ مرزا په ډزو وژلی وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت یوه اعلی چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د لایق مرزا خپلوان عمر جاوید هم تښتوونکو وژلی او مړی یې د شنبې- خالي په ورځ د زیارت په غرنۍ سیمه کې د باران په شېله (خوړ) کې موندل شوی دی.

د بلوچستان حکومت ویاندې فرح عظیم شاه هم د عمر جاوید د جسد د موندلو تایید وکړ. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو د جاوید وژنه غندلې او له صوبې یې د "ترهګرۍ ختمولو" هوډ څرګند کړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي آر ویلي، لفټننټ کرنل لایق مرزا او د هغه د تره زوی عمر جاوید د جولای په 13مه او 14مه شپه هغه مهال وتښتول شول چې له زیارته کوټې ته روان وو:

"د لسو- دوولسو ترهګرو یوې ډلې لفټننټ کرنل لائق بېګ مرزا او د هغه د تره زوی عمر جاوید په داسې حال کې تښتولي چې د قایداعظم [محمد علي جناح] د استوګنځي تر لیدو وروسته د زیارت ورچوم سیمې ته نیژدې کوټې ته روان وو".

بلوچ لیبریشن آرمي، چې یو ناقانونه اعلان شوی وسلوال تنظیم دی، د لیفټیننټ کرنل لایق د تښتونې او وژنې ذمه واري مخکې لا منلې وه.

د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ د آی ایس پي آر لخوا په خوره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې دوه وسلوال د تښتونې وروسته د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ای اېس پي آر د يو بل بيان له مخې د جولای په 14 او 15مه شپه د خوست سره نزدې په خلیفه غونډۍ سيمه کې د وسله والو يوه ځاله په نخښه شوه چې وایي له وسلوالو یې پاکه کړه.

د آی ايس پي آر ترمخه د دغو عمليات په دوران د وسلوالو په ډزو د امنیتي ځواکونو يو عسکر حوالدار خان محمد ووژل شو، خو وایي د ډزو په تبادله کې د بلوڅ لیبریشن آرمي پینځه نور وسلوال هم وژل شوي دي.

خو بل لوري ته د خپلواکي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچ لیبرېشن آرمي ویاند جېند بلوڅ رسنیو ته ویلي چې په پوځي عملياتو کې د دوی لهد تنظيم سره اړه لرونکى کوم وسلوال نه دى وژل شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG