لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د پاکستان د پوځ د لوړ پوړو چارواکو هيلي کاپټر لا هم بې درکه دی


د پاکستان د پوځ د لوړ پوړو چارواکو هيلي کاپټر چې پرون ماښام په بلوچستان کې بې درکه شوی، تراوسه نه ده موندل شوې، پوځ وايي، د هيلي کاپټر لټه روانه ده.

د بلوچستان د ضلع لسبېلې د پوليس د چاﺭواکو په خبره دوی د پوځي هيلي کاپټر په لټه کې دي خو تر اوسه يې کوم ثبوت په لاس نه دی ورغلی.

پرون د ګل/دوشنبې په ماښام [لومړي اګست] د پاکستان پوځ ويلي، د پوځ له هيلي کاپټر سره يې رابطه قطع شوې ده.

" د پاکستان د ارمي ايوېشن هيلي کاپټر کوم چې په لسبيله کې د سيلاب ځپلو په مرسته کې برخه لرله، له هوايي تريفک کنټرول ( اېر ټريفک کنټرول) سره يې رابطه قطع شوې، د 12کور کمانډر په مشرۍ کې شپږ تنه په هيلي کاپټر کې سواره وو، د لټون عمليات يې روان دي".

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې له بلوچستان څخه د پوځي چورلکې ورکېدل د اندېښنې وړ خبره ده.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو له لوري هم د هيلي کاپټر پر لادرکه کېدو اندېښنه ښودل شوې ده.

د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه و اردو نيوز نومي ورځ پاڼې ته ويلي پوځي هيلي کاپټر د دوشنبې په ماښام پر لس منټه لپاسه پينځه بجې د لسبېلې له اوتهل سيمې څخه پرواز کړی مګر له شپږ ساعتونود تېرېدو پس د شپې تر يولس بجو پورې لا هم د کراچۍ و فېصل نومي هوايي ميدان ته نه دی رسېدلی.

عسکري سرچينو په خبره په ياد هيلي کاپټر کې سفر کونکو کې د 12م کورد کمانډر يا د کوټې کمانډر ليفټنټ جنرل سرفراز علي، ډايريکټر جنرل پاکستان کوسټ ګارډ برګېډير امجد، د 12کور سي سي انجنېرنګ څانګې بريګيډېر خالد ،پايلټ يا چلونکی مېجر سعيد ، مرستيال چلونکی مېجر طلحه او د هيلي کاپټر يو کارمند مدثر پکښې وو.

د ځايي خبريالانو او عسکري سرچينو په خبره، جنرل سرفراز تر اوسنۍ پوځي زمه وارۍ وړاندې په بلوچستان کې تر دوه کاله زياته موده د ايف سي ځواک مشر( ایي جي ) هم پاته شوی وو.

ياده دې وي چې په بلوچستان صوبه کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د وسې يا پشکال بارانونو له عمله په ټول ايالت کې خونړي سېلابونه راغلي دي.

د افتونو پر وخت مرستندويه ادارې پي ډي ايم اې رپورټ دی چې د روانو بارانون او سېلابونو له عمله په صوبه کې 136 تنه مړه او ډيري ټپيان شوي دي.

د ايالت په سېلاب ځپلو سيمو کې د پي ډي ايم اې ټيمونو تر څنګ ضلعي حکومتونه، ايف سي ځواک او د پاکستان د ارمي عسکر هم د خلکو په ژغورنو او مرسته کې برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG