لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د پاکستاني پوځ په تباه شوي هيلي کاپټر کې شپږ واړه پوځي افسران مړه شوي


د پاکستان پوځ تاييد کړه چې پرون ماښام په بلوچستان کې د پوځ کوم هيلي کاپټر بې درکه شوی، د هغې ملبه موندل شوې او په هيلي کاپټر کې د لفټننټ جنرال سرفراز علي په ګډون شپږ واړه پوځي افسران مړه شوي دي.

د پاکستان پوځ د پېښې تاييد نن د نهې/سه شنبې په ورځ [دوېم اګست] د هيلي کاپټرد غورځېدو او پکې د پوځي افسرانو مړينې تاييد کړې، چې د هیلي کاپټر ملبه د لسبېلې د وندر په موسی ګوټ سيمه کې ترلاسه شوې ده.

پوځ ويلي، هيلي کاپټر په بلوچستان کې د سېلاب ځپلو په مرستو بوخت وو.

د هيلي کاپټر د غورځېدو د علت په اړه پوځ ويلي، په ابتدايي تحقيقاتو کې مالومه شوې چې هيلي کاپټر د خراب موسم ښکار شوی دی.

د بلوچستان د حب ضلعې د پوليسو يو افسر [ډي اېس پي] يونس رضا نن غرمه وي او اې ډيوه ته د ټیليفون د لارې ویلي وو، چې د پوځي هيلي کاپټر ملبه يې موندلې ده. هغه د پېښې په اړه نور څه نه وویلي.

د هيلي کاپټر د پېښې په اړه چې د پرون راهسې په ټویټر خبرونه خپريږي، او نن کيا بلوڅ نومې خبريال په ټویټر د سرچينو له قوله دعوه کړې چې د هيلي کاپټر د پېښې په شا د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې لاس دی.

هغه د سرچينو له قوله ويلي، بلوڅ یاغيانو چې هيلي کاپټر په نخښه کړی په دې نه وو خبر چې په دې کې لوړ پوړي پوځي افسران سواره دي.

خو د دغه زمه وارۍ په اړوند د دې خبر خپرېدو پورې نه کومې وسله والې بېلتون غوښتونکې ډلې په خپله زمه واري منلې او نه د پاکستان کومو چارواکو په دغه اړوند څه ويلي دي.

په ياد هيلي کاپټر کې په سورو پوځي افسرانو کې د 12م کور کمانډر يا د کوټې کور کمانډر ليفټنټ جنرل سرفراز علي، ډايريکټر جنرل پاکستان کوسټ ګارډ برګېډير امجد حنیف، د 12کور سي سي انجنېرنګ څانګې بريګيډېر خالد ،پايلټ يا چلونکی مېجر سعيد ، مرستيال چلونکی مېجر طلحه منان او د هيلي کاپټر يو کارمند نايک مدثر فياض شامل وو.

د ځايي خبريالانو او عسکري سرچينو په خبره، جنرل سرفراز تر اوسنۍ پوځي زمه وارۍ وړاندې په بلوچستان کې تر دوه کاله زياته موده د ايف سي ځواک مشر( ایي جي ) هم پاته شوی وو.

له دې وړاندې پرون د ګل/دوشنبې په ماښام [لومړي اګست] د پاکستان پوځ ويلي وو، د پوځ له هيلي کاپټر سره يې رابطه قطع شوې ده.

پوځ ويلي وو، د پاکستان د ارمي ايوېشن هيلي کاپټر کوم چې په لسبيله کې د سيلاب ځپلو په مرسته کې برخه لرله، له هوايي تريفک کنټرول ( اېر ټريفک کنټرول) سره يې رابطه قطع شوې، د 12کور کمانډر په مشرۍ کې شپږ تنه په هيلي کاپټر کې سواره وو.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو چې له بلوچستان څخه د پوځي چورلکې ورکېدل د اندېښنې وړ خبره ده. نوموړي نن د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د پېښې په اړه ټيليفوني خبرې هم کړي دي.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو هم د هيلي کاپټر پر لادرکه کېدو اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان کې وخت په وخت د پوځي هيلي کاپټرو او پوځي الوتکو د راغورځېدو پېښې رامنځته کيږي.

د 2021 د دسمبر په میاشت کې په سياچن کې د پاکستان پوځي هيلي کاپټر غورځېدلی، او دواړه پوځي پايلټان پکې مړه شوي وو.

له دغې وړاندې په 2016 کې د خېبرپښتونخوا د هري پور ضلعې د تربيلا سيمې سره نزدې پوځي هيلي کاپټر راغورځيدلی چې پکې يو پوځي افسر وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي وو.

او د 2015 په دسمبر کې د خېبرپښتونخوا صوبې په مانسهره ضلع کې د پوځ يو بل هيلي کاپټر غورځېدلی د پينځه پوځي افسرانو (مېجرانو) په ګډون پکې 12 عسکر وژل شوي وو.

پاکستان کې اکثره د پوځي هيلي کاپټرو او الوتکو د غورځېدو علتونه خراب موسم او تکنيکي خرابي يادول کيږي خو د دغو پېښو د پلټنو رپورټونه اکثره مخې ته نه راځي.

د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه و د پوځي هيلي کاپټر د پرونۍ پېښې په اړه ويلي وو، د دوشنبې په ماښام پر لس منټه لپاسه پينځه بجې د لسبېلې له اوتهل سيمې څخه پرواز کړی مګر له شپږ ساعتونود تېرېدو پس د شپې تر يولس بجو پورې لا هم د کراچۍ و فېصل نومي هوايي ميدان ته نه دی رسېدلی.

په بلوچستان صوبه کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د وسې يا پشکال بارانونو له امله په ټول ايالت کې خونړي سېلابونه راغلي دي.

د افتونو پر وخت مرستندويه ادارې پي ډي ايم اې رپورټ دی چې د روانو بارانونو او سېلابونو له امله په صوبه کې 136 تنه مړه او ډيري ټپيان شوي دي.

د ايالت په سېلاب ځپلو سيمو کې د پي ډي ايم اې ټيمونو تر څنګ ضلعي حکومتونه، ايف سي ځواک او د پاکستان د ارمي عسکر هم د خلکو په ژغورنو او مرسته کې برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG