لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحريک انصاف سېنېټر اعظم سواتی په جسماني ريمانډ د کوټې پوليسو ته ورکړل شوی


د پاکستان د پوځ او پوځي مشرتابه پرضد ټویټس کولو په تور د پاکستان تحریک انصاف ګوند نيول سېنېټر اعظم خان سواتي د کوټې پوليسو ته د پينځه ورځو په ریمانډ ورکړل شوی دی.

تيره ورځ د دسمبر پر څلورمه پوليسو اعظم خان سواتي په کوټه کې د جوډيشل محسټرېټ عبدالستار مخې ته وړاندې کړی وو.

د اعظم سواتي وکيل اېډوکېټ اقبال شاه وايي پوليسو غوښتنه وکړه چې عدالت دې اعظم سواتي د لسو ورځو لپاره دوی ته د رېمانډ لپاره حواله کړي خو عدالت د لسو پر ځای هغه د پنځو ورځو لپاره پوليسو ته د حواله کولو امر کړی.

د اورونې پر وخت په عدالت کې موجود د پاکستان تحريک انصاف صوبايي مشر قاسم خان سوري له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د ګوند له يوه زمه واره کس سره د يوه بهرنې جاسوس پر ډول رويه کول او په دې ټولو کې بلوچستان استعمالول ښه عمل نه دي.

اعظم سواتی د تحريک انصاف ګوند اوسنی سېنېټر دی، د پاکستان د تحقيقاتو مرکزي ايجنسۍ "ايف ای اې( فېډرل اينوسيټي ګېشن ايجنسي ) څو ورځې وړاندې پر 27 نومبر له اسلام اباد څخه نيولی، پر هغه د پاکستان د پوځ او د پوځ د مشرتابه پر ضد د ټويټونو او خبرو کولو تورونه په تور ايف اې نيولی وو.

د نومبر پر28مه نيټه د اسلام آباد ځايي عدالت اعظم خان سواتي ته دوه ورځنی ريمانډ ورکړی وو، چي پر له پوره کيدو ورسته عدالت د نورو څلورو ورځ ريمانډ ورکړی و۔

د متنازع ټويټونو په اړه د مقدمې تيره اوريدنه پر 29 نومبر د سينير سول جج محمد بشير په عدالت کې شوې وه.

پر دې مهال د پاکستان د تحقيقاتو مرکزي ايجنسۍ "ايف ای اې( فېډرل اينوسيټي ګېشن ايجنسي ) وکيل عدالت ته ويلي چي د اعظم خان سواتي د موبايل او ټويټراکاونټ پلټنې نورې لا پاته دي.

د اعظم خان سواتي لخوا په عدالت کې وکيل بابراعوان وړاندې شوی وو، د اوريدنې پر مهال بابر اعوان عدالت ته استدعا کړې چې د سيکيورټي په وجه دي عدالت کې حاضري نه ورکولو اجازت ورکړي چې عدالت يي درخواست قبول کړی او د کېس اوريدنه يې ځنډولې وه.

د پوليس چارواکي په وينا چې په کوټه او د بلوچستان په نورو ځينو ښارونو کې د سواتي پر ضد مقدمې درج شوي دي د هغو مقدمو په لړ کې يې هغه د کوټې و پوليسو ته حواله کړی دی.

د کوټې ضلعې په کچلاغ پوليس تهاڼه کې پر 26م اکتوبر د اعظم سواتي پر ضد د عزيز الرحمان په نامه يوه تن مقدمه درج کړې وه، په مقدمه کې پر سواتي باندې د پاکستان پوځي اداره او د پوځ پر مشرتابه ته د بد رد ويلو، او د پوځ پر ضد د خلکو د را پارولو تورنه پورې کړل شوي وو.

د اعظم سواتي ضد په ټول پاکستان کې تر 50 د زياته مقدمو د درج کېدو خبر ورکول شوی.

بل لوري ته د تحريک انصاف پر يوه بل فعاله غړي شهباز ګل باندي هم د بلوچستان په قلعه عبدالله کې د عزيز الله نومې کس په مدعيت کې مقدمه درج شوې ده.

په مقدمه کې پر شهباز ګل تور پورې کړل شوي چې هغه په راولپنډۍ کې د تقرير کولو پر وخت د پوځ پر پخواني مشر جنرل قمر جاويد باجوه او د پوځي ادارې په حقله يې بد رد ويلي او په خلګو کې يې د پوځ پر ضد د راپورولو هڅه کړې ده.

پخواني وزير اعظم او د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپل ګوند غړو په اړه په ټويټر ليکلي چې له دوی سره انتقامي او جبري مقدمو باندي ټول قام په حيرت او صدمه کې دی.

عمران خان پوښتلي ايا د ګوند پر غړو باندي يې مقدمي په دي وجه درج کيږي چې هغوي سخته ژبه کارولې؟ عمران خان پوښتلي ايا په جمهوري ټولنه کې د سوال کولو حق څوک لري؟.

د عمران خان د دي پوښتنو او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړو پر ضد مقدمو درج کولو په حقله نه هم اوسنې حکومتي چارواکو او نه هم د پوځ کوم بيان تر اوسه مخې ته راغلی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG