لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د بشري حقونو تنظيمونو په جبري توګه د لادرکه کسانو دپاره د تحریک چلولو پرېکړه کړې


پاکستان د بشري حقونو خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى د کال 2022 په رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې په جبري توګه د لا درکيو لړۍ دغه کال هم بې له دمې جاري پاتې شوې ده
پاکستان د بشري حقونو خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى د کال 2022 په رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې په جبري توګه د لا درکيو لړۍ دغه کال هم بې له دمې جاري پاتې شوې ده

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو تنظيمونو ،د بشري حقونو فعالانو او قانون پوهانو پرېکړه کړې ده چې هغوى به په زوره د لا درکه شوو کسانو قضيې سپريم کورټ او هايکورټس ته وړي او د دې ترڅنګ به د ګردو سياسي ګوندونو سره هم وويني او يو تحریک به چلوي چې داسې په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ د ستونزې پاېداره حل راوباسي.

په اسلام اباد کې د لا درکه تنانو د حقونو غېر دولتي تنظيم دېفنس آف هيومن راېټس د سوري لاندې شوې مشاورتي غونډه کې په زوره د لا درکه کړی شوو تنانو د کره شمېرو د راغوڼدولو سپارښتنه شوې ده او په غونډه کې ګډون کوونکو ويلي دي چې باید پاکستان دې په جبري توګه د لا درکيو په اړه د ملګرو ملتونو کنونشن لاسلیک کړي.

د غېر دولتي تنظيم دېفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه وايي د دې سيمينار مقصد د جبري لا درکيو د مسلې حل لټول دي.

آمنه مسعود جنجوعه وایي سياسي ګوندونه باید د جبري لا درکيو مسله په خپلو منشورونو کې شامله کړي او متاثره کورونو ته هم وايو چې هغه ګوندونو ته دې خپلې رای ورکړي څوک چې د لا درکۍ د ستونزې د هواري لوظ وکړي.

دې سيمينار کې د بشري حقونو فعالانو، خبريالانو، د سېنټ غړو او په جبري توګه د لا درکه کړی شوو تنانو خپلو خپلوانو هم ګډون کړی دی.

په پاکستان کې د لا درکه کړی شوو تنانو خپل خپلوان اکثر د لا درکۍ تورونه د هېواد د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

د پاکستان اوسني حکومت په زوره د لا درکۍ عمل د جرم ګرځولو لپاره کال 2022 کې يو قانون هم منظور کړی خو د ياد قانون نوټيفيکېشن لا هم نه دی شوى.

د بشري حقونوفعاله طاهره عبدالله وایي چې پاکستان لا تر اوسه د ملګرو ملتونو د جبري لا درکيو په کنونشن لاسلیک نه دی او کله چې په دې لاسلیک وکړي نو بيا به مونږ د دې د مسلې د هواري جوګه شو.

پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو د هواري لپاره جوړ حکومتي کمېشن ترمخه په پاکستان کې نزدې 9133 کسان لا درکه دي خو د لا درکه تنانو د حقونو ډلې دا شمېرې له دې ډېرې ښاي.

سيمينار کې شريک خبريال حامد مير وايي رياست د لا درکه تنانو په اړه پروپېګنډه کوي چې ګواکې ورک شوي کسان د ترهګرو ملاتړي وو.

حامد میر وایې لکه مدثر نارو چې يو خبريال دی او هغه په دې لا درکه کړی شو چې نوموړي د کال 2018 په انتخاباتو کې د شوو درغليو په اړه په خپل فېس بک پاڼه پوسټ کړی وو ايا هغه ترهګر وو؟

پاکستان د بشري حقونو خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى د کال 2022 په رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې په جبري توګه د لا درکيو لړۍ دغه کال هم بې له دمې جاري پاتې شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG