لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپرمختیایي پروژو خوندي کولو لپاره دبلوچستان په ټولو لویو لارو دامنیتي ځواکونو ګمارلو منظوري ورکړل شوه


د وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ دبلوچستان کابینې راجوړه شوې غونډه كې د بهرنیو پانګوالو د امنیت په ګډون د ۳۰ نکتو په ایجنډه غور اؤ بحث شوی اؤ په يو شمېر مهمو چارو پرېكړې شوې دي
د وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ دبلوچستان کابینې راجوړه شوې غونډه كې د بهرنیو پانګوالو د امنیت په ګډون د ۳۰ نکتو په ایجنډه غور اؤ بحث شوی اؤ په يو شمېر مهمو چارو پرېكړې شوې دي

د بلوچستان کابينې د پرمختيايي پروژو د خوندي ساتلو لپاره د صوبې په ټولو قامي لویو لارو د امنيتي ځواکونو د ګمارلو منظوري ورکړې ده.

د وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ دبلوچستان کابینې راجوړه شوې غونډه كې د بهرنیو پانګوالو د امنیت په ګډون د ۳۰ نکتو په ایجنډه غور اؤ بحث شوی اؤ په يو شمېر مهمو چارو پرېكړې شوې دي۔

وزیر اعظم شهباز شریف ګوادر ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د بهرنیو پانګوالو او د دوئ دشرکتونو کارکوونکو ته د امنیت په نشتوالي اندیښنه څرګنده کړې وه.

د حکومتی چارواکو ترمخه کابينې په غونډه کې بلوچستان صوبه کې د پرمختيايي بهير د دوام ژمنه وشوه او په دغه صوبه کې د قامی لويو لارو او پرمختيايي پروژو د بشپړ امنيت د تامينولو په خاطر يې د اغيزمنو اقداماتو په باب موافقه وکړه.

کابینې په صوبه کې نظم د ښه والي لپاره د امنیتي ځواکونو ترمنځ د رابطې غوښتنه وکړه اؤ‌ ددې ترڅنګ کابینې ته د كوسټل هایي وی پوليس جوړولود پلان په اړه احوال هم ورکړل شو۔

دسیاسي چارو څېړونکی سید علی شاه وايي په بلوچستان کې سرمایه کارانو ته بشپړه خوندي چاپیریال ورکول او د صوبې امنېتي وضعیت ښه کول ګران کار دی تر څو چې خلکو ته پر خپلو وسایلو واک نه وی ورکول شوی.

بلو چستان کې هر کال حکومت د امن اومان په نوم مالي بودېجه کې اضافه کوي اؤ سږکال هم ددې له پاره ۴۴ اربه روپۍ ځانګړې کړل شوې دي.

بلوچستان کې په امنیتي اقداماتو یا پروژو د زیاتو پیسو لګولو کیدو باوجود هم سږکال په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د نا امنېو په پېښو کې ۴۰ عسکر او ۹۰ ته نزدې ولسی خلک چې زیاتره یې پښتانه او بلوڅان دي، وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG