لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې لس نا پیژندلي مړي خاورو ته سپارل شوي


د پاکستان بلوچستان ایالت کې د مرستندویه ادارې ایدهي کارکونکو ویلي څلور ورځې وړاندې د کوټه سول هسپتال لخوا ترلاسه شوي ۱۰ مړي يې په دشت سیمه کې خاورو ته سپارلي.

د دغه ادارې چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي دغه مړي ورته د بلوچستان حکومت سول هسپتال لخوا ورکړل شوي وو، په دغه ټولو تشدد شوی وو چې نه يې پیژنګلو کیده او نه يې وارثان معلوم وو.

په بلوچستان کې د بې درکه خلکو سازمان واېس فار بلوچ مېسنګ پرسنز دعوه کوي دغه مړي د بې درکه بلوڅانو وو.

د دغه سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ وي او ای ډیوه ته ویلي دغه مړي د بې درکه بلوڅانو وو، چې مړي يې د ډیروخت راهسې په هسپتالونو کې پراته وو.

ماما قدیر وړاندې وایي ٫٫ د بې درکه بلوڅانو مړي خپل خپلوانو ته نه ورکول کیږي او نه دوي خبرول کیږي. حکومت دوي ته د ترهګرو نومونه ورکوي خو دا ترهګر نه دي، بې درکه بلوڅان دي دوي وژلي او اوس یې ایدهي ادارې ته سپارلو له ورکړي.٬٬

په بلوچستان کې د مرستندویه ادارې ایدهي کسانو ډیوه ته ویلي وړاندې هم دغه شان مړي دوي ته د سپارلو لپاره ورکړل شوي. دغه بې شناخته مړي به دوي مخکې د کوټه سره نژدې په یوه لویه هدیره کې خاورو ته سپارل خو اوس په دغه هدیره کې د ځاې د کموالي له امله دوي په دشت سیمه کې داسې مړي سپاري.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د سازمان مشر طاهر حبیب ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته ویلي د سپارل شوو مړو ډي این ای دې وشي اودوي دې معلوم شي چې دا څوک وو.

طاهر حبیب وايي ٫٫ هاېي کورټ یا عدالتونه دا اختیار لري چې د دغه مړو د ډي این ای کولو امر ورکړي. دا کار اوس ډیر اسان دی چې د داسې مړو پیژندګلو وشي.٬٬

د بلوچستان صوبايي حکومت ویاند انوار الحق کاکړ د دغه مړو په اړه ناخبري ښودلی او وي او ای ډیوه ته وايي هغه ته د دغه مړه په اړه هیڅ معلومات نشته او کله چې ترې خبر شي نو بیا به پرې څه اويل شي.

د واېس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر ماما قدیر بلوچ تور لګوي حکومت وړاندې هم دغه شان بې درکه کسان په تشدد وژلي او بیا یې پټ خاورو ته سپارلي. د ماما قدیر په وینا تر اوسه پورې د سلو نه سېوا بې درکه کسان وژل شوي او بیا په اجتماعي یا ګډو قبرونو کې سپارل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG