لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې ښځو د پرمختګ تګلاره پلي کولو دپاره حکومتي اقدامات


د ښځو د حقوقو دپاره کارکوونکي د عورت فاونډېشن مشر علاودین خلجی وویل چې بلوچستان کې د آی ټي په څانګه کې د ښځو ګډون د نشت برابر دي ماهرین وايي په بلوچستان کې ښځی د تعلیم په ډګر کې شاته پاته دي او د صوبايي حکومت ترمخه بلوچستان کې دښځو د لیک لوست کچه تر دېرش فيصده کمه ده
د ښځو د حقوقو دپاره کارکوونکي د عورت فاونډېشن مشر علاودین خلجی وویل چې بلوچستان کې د آی ټي په څانګه کې د ښځو ګډون د نشت برابر دي ماهرین وايي په بلوچستان کې ښځی د تعلیم په ډګر کې شاته پاته دي او د صوبايي حکومت ترمخه بلوچستان کې دښځو د لیک لوست کچه تر دېرش فيصده کمه ده

د قانون او پارلماني چارو لپاره پارلماني سيکرټري ډاکټر ربابه خان بليدي ویلي چې په بلوچستان کې د ښځو د پرمختيايي پروګرام د پاليسۍ پلي کولو او د تخنيکي مرستې لپاره يوه ګډه تګلاره جوړه شوې ده.

د بلوچستان پوهنتون د ښځو د پرمختګ څانګې په انتظام د پوهاوي په پروګرام کې د ځانګړې مېلمه په توګه خپله وېنا کې ډاکټر ربابه خان وویل چې په پوهنتونونو او کالجونو کې به ښځینه زده کونکو ته د انفارمیشن ټیکنالوژۍ مهارتونو پراختیا کې روزنه ورکړل شي چې دوی د آی ټي زده کړې او ګټې اخیستنې څخه برخمنې شي.

ډاکټر ربابه خان وویل چې په پوهنتونونو او کالجونو کې به ښځینه زده کونکو ته د انفارمیشن ټیکنالوژۍ مهارتونو پراختیا کې روزنه ورکړل شي چې دوی د آی ټي تعلیم سره تړاؤ ونېشي او د ژوند په ټولو برخو کې د نړیوال پرمختګ او تحقیق څخه ګټه پورته کړي.

ډاکټر بليدي وويل، د ښځو د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې پراته خنډونه به د تخنيکي مرستو له لارې لرې کېدا شي.

هغې وویل، "د ښځو د پراختیایي د اغیزمن پلي کولو لپاره د رسنیو اغیزمن کمپاین او د برخه اخیستونکو کنفرانسونو جوړول هم کولی شي د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي."

هغې زیاته کړه: "د حقونو او دولتي اسانتیاوو په اړه پوهاوی د مدني ټولنې د ټولو برخو ټولنیز مسؤلیت دی او ښځې باید په ټولو لوړ پوړو پوستونو کې د بې وزلو ښځو د هوساینې او پرمختګ لپاره د حکومت د پالیسیو په پلي کولو کې خپله ونډه ولوبوي."

د ښځو د حقوقو دپاره کارکوونکي د عورت فاونډېشن مشر علاودین خلجی وویل چې بلوچستان کې د آی ټي په څانګه کې د ښځو ګډون د نشت برابر دي او حکومت د دې لپاره عملی ګامونه اخلی.

ماهرین وايي په بلوچستان کې ښځی د تعلیم په ډګر کې شاته پاته دي او د صوبايي حکومت ترمخه بلوچستان کې دښځو د لیک لوست کچه تر دېرش فيصده کمه ده.

په بلوچستان کې مېرمنو د پرمختګ په موضوع د بلوچستان پوهنتون په غونډه کېد ښځو د پرمختیا دڅانګۍ صوبای سېکتر ډاکټر عمر بابر او نور برخوالو هم ګډون درلود.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG