لاهور کې د زړۀ د مريضونو ترټولو ستر سرکاري هسپتال پنجاب انسټي ټيوټ اف کارډيالوجي،( پي ائي سي) څخه مريضانو ته د ورکړل شوؤ ويړيا دوايانو دردعمل له امله د مړو شوؤ کسانو شميره 100ؤ ته رسيدلې.
اخوا لاهور هائيکورټ کې د دغو وژنو پر ضد د جمع کړل شوي خواست د لمړۍ اوریدنې نه وروسته عدالت د روغتيا د صوبائي سکتر پشمول نورو متلقه ادارو ته نوټس جاري کړى او وئيلي يې دي چې تر 30مې جنورۍ پورې دې ځوابونه داخل کړي.
درخواست ورکوونکو عدالت نه غوښتنه کړې چې د ذمه وارانو پر ضد دې د قتل دمقدمې درج کولو امر وکړل شي.
د شورو په شپه د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف دپنجاب انسټي ټيوټ اف کارډيالوجي دوره وکړه چې له دې وروستو هغه ميډيا سره خبرو کې وويل دناقصو دوايانو استعمال نه دمړو شوؤ کسانو شمير 100ؤ ته رسيدلى، له دې وړاندې دوزيراعلي په امر دجوړ کړل شوي طبي تحقيقاتي ټيم مشر ډاکټر جاويد اکرم وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي وؤ دمړو شمير 73 دى.
پنجاب حکومت دمتعلقه دوايانو نمونې دليبارټرۍ ټيسټ لپاره امريکا، فرانس، انگلينډ او بيلجئيم روغتونونو ته ليږلي او صحي چارواکو هيله څرگنده کړې په يوه اوونۍ کې به تجزياتي راپور ترلاسه شي.
دروغتيا دصوبائي محکمې ترمخه دناقصو دوايانو استعمال څخه 438 کسان متاثره شوي چې پکې 174 اوس هم دلاهور په مختلفو هسپتالونو کې دعلاج لاندې دي.
پي ائي سي ته دمتعلقه دوايانو ورکوونکو دريوؤ دوايانو جوړونکو کمپنو مالکان وفاقي پلټنيزې ادارې نيولي او دهغوي څخه يې تپوس پوښتنې پيل کړي.
دپنجاب حکومت په اخباري اشتهاراتو کې وئيلي دي چې دردعمل علت جوړيدونکو دوايانو استعمال اودرول شوى او نورې دوايانې داستعمال قابلې او دانساني صحت لاپره محفوظې دي ځکه نو دزړۀ مريضان دې ددې استعمال جاري وساتي.
لاهور : د ناقصو دوايانو ردعمل نه د مړو شوؤ شمير 100ؤ ته رسيدلى

1