لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لیزا کرټس:د امريکا او پاکستان د زړې ملګرتيا امکان نشته، البته اړيکې یو څه ښه کېدی شي


د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ او د ملي‌ امنیت په چارو کې ماهره څېړونکې او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې ليزا کرټس
د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ او د ملي‌ امنیت په چارو کې ماهره څېړونکې او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې ليزا کرټس

د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ او د ملي‌ امنیت په چارو کې ماهره څېړونکې او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې ليزا کرټس وایي، د داعش خراسان ډلې د هغه ترهګر نیول او امریکا ته سپارل، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه یې د کابل په هوایي ډګر کې په امریکایي پوځيانو خونړی برید ترسره کړی و، د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ اهمیت څرګندوي.

نوموړې چې پخوا د امریکا د ملي امنیت شورا غړې هم پاتې شوې، د وي او اې ډیوه د همکار افتخار حسین سره یوه مرکه کې ویلي ، د کابل هوایي ډګر ایبي دروازه کې د شوي ځانمرګي برید د مسول شریف الله نیونه د پاکستان اؤ امریکې د اړیکو د بیا رغولو لپاره یو مهم بنیاد جوړېدای شي، او دا یو مهم ګام دی.

هغه زیاتوي: "دا یو ډېر مهم پرمختګ دی، او څرګنده خبره ده چې صدر ټرمپ هم دا موضوع د امریکایي کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې یاده کړه."

صدر ټرمپ د نهې په شپه د کانګریس ګډې غونډې ته د وینا په مهال د کابل هوایي ډګر په ځانمرګي برید کې د ککړ ترهګر شریف الله د نیول کېدو اعلان کړی ؤ اؤ د هغه نیونه کې د پاکستان په همکارۍ کولو د اسلام اباد مننه کړې وه.

د امریکې د انصاف محکمې له مخې شریف الله د افغانستان اؤ پاکستان لپاره د داعش د تنظیمي مشرانو څخه یو دی چې په دوهم مارچ 2025م یې د پلټنو په مهال د ایبي دروازې په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو اعتراف کړی دی.

هغه چارواکو ته ویلي چې تر ایبي دروازې د ځانمرګي تن په رسولو کې یې مرسته کړې اؤ په ځانګړې توګه د امریکایانو اؤ طالبانو د پوستو څخه یې د هغه په ویستلو کې کومک کړی ؤ.

افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اؤ په کابل د طالبانو له قبضې وروسته زرګونه افغان وګړي د ملک نه د وتلو په خاطر کابل هوایي ډګر ته ورټولېدل چې په دغه مهال په 26م اګست کال 2021م د کابل هوایي ډګر په ایبي دروازه کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ.

په دغه برید کې چې ذمه واري یې داعش خراسان منلې وه، 13 امریکایي پوځيان اؤ نزدې 160 افغانان وژل شوي وؤ.

د بایډن د واکمنۍ پر مهال د اړیکو خرابوالی

لیسا کرټس زیاتوي چې د بایډن د تېر حکومت پر مهال د امریکا او پاکستان اړیکې خرابې شوې.

د هغې په خبره"په ځانګړي ډول د بایډن د حکومت د پای ته رسېدو پر مهال، د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر وویل چې د پاکستان د وسلو پروګرام د امریکا پر ضد دی، چې زه فکر نه کوم دا خبره سمه وي."

د نوموړې په وینا، "د پاکستان ستراتیژیکې پالیسۍ د دې اړتیا له مخې مخته وړل کېږي چې د هند له وسلوال پروګرام سره برابري وساتي، ځکه چې پاکستان له هند سره درې جګړې کړې دي. نو اوس دا یو فرصت دی چې د ټرمپ انتظامیه او پاکستان خپلې اړیکي بېرته ورغوي."

"امریکا باید د پاکستان دوه مخې لوبه هیره نه کړي"

لیسا کرټس وایي، دا نه شي ویلای چې امریکا باید هیره کړي چې پاکستان د ۲۰ کلونو لپاره له طالبانو سره دوه مخې لوبه کړې، په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي شتون درلود.

هغې وویل "پاکستان طالبانو ته پناه ورکړه، هغوی ته یې خوندي ځایونه ورکړل، چې د همدې ملاتړ له کبله طالبان بېرته په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل. زه نه وایم چې دا موضوع باید هېره شي، او نه دا فکر کوم چې امریکا به کله هم پر پاکستان د افغانستان د چارو په اړه باور وکړي"

چین او د پاکستان آینده اړیکې

نوموړې وایي، امریکا اوس په یو نوي پړاو کې ده، نور په افغانستان کې پوځی حضور نه لري، او اوس یې اصلي تمرکز له چین سره ستراتیژیکه سیالي ده.

"دا د امریکا په ګټه نه ده چې پاکستان په بشپړ ډول پر چین متکي وي. موږ غواړو چې پاکستان د انتخابونو فرصت ولري، بدیلونه ولري."

هغې وویل، دا امکان نه لري چې پاکستان ته د ۹/۱۱ له پېښې وروسته د امریکا د پوځي مرستو پخوانۍ کچه بېرته راولو، خو داسې فرصتونه شته چې دواړه هېوادونه د ګډو ګټو پر بنیاد همکاري وکړي.

"د معلوماتي ټېکنالوژۍ (آی ټي) سکټور، مهمې معدني سرچینې، او نور هغه څه چې هم د امریکا او هم د پاکستان لپاره مهم دي، باید د همکارۍ برخه وي. داسې مناسبي اړیکې لرل، چې دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابلې ګټې پر برخو تمرکز وکړي، ډېر مهم دي."

"پاکستان نه غواړي په بشپړ ډول د چین تر تسلط لاندې شي"

لیسا کرټس وایي، پاکستان له چین سره اوږدمهاله اړیکې لري، چې په وروستیو کلونو کې یې اقتصادي بڼه خپله کړې، په ځانګړي ډول د چین ـ پاکستان اقتصادي راهداري(سيپیک) له لارې.

د نوموړې په وینا"خو پاکستان د امریکا سره هم ښې اړیکې لري، ځکه چې نه غواړي په بشپړ ډول د چین تر تسلط لاندې شي. دوی غوره بولي چې له امریکا سره ښې اړیکې وساتي، او دا په حقیقت کې د امریکا په ګټه هم ده."

هغې وویل، "دا د امریکا په ګټه نه ده چې پاکستان په بشپړ ډول پر چین متکي شي. لا دمخه د ګوادر بندر کې د چینایي پانګوالو د موجودیت په اړه اندېښنې شته، او موږ نه غواړو چې دا بندر د چین لپاره پوځي اډه وګرځي."

لیسا کرټس زیاتوي: "اصلي خبره دا ده چې امریکا نه غواړي د پاکستان او چین اړیکې دومره ژورې شي چې چین هلته پوځي موجودیت پیدا کړي"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG