27 کلن ميا راشد حسين د ميا افتخار حسين یک یو ځوې و پرون د ترهگرو په ډزو وژلې و او د هغه يو بل ملگرى امجد دډزو په دغه پيښه کې ژوبل شوى دی.
د پاکستان د طالبانو غورځنگ یو ویاند احسان الله احسان د میا راشد حسېن د وژنې پړه منلې ده او مطبوعاتو یې د نامعلوم ځاې نه په ټېلي فون ویلي ميا افتخار حسين ځوې دوي وژلې دی.
ميا افتخار حسين دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت دوياند دنده هم په غاړه لري او څو مياشتې دمخه دپاکستاني طالبانو تحريک هغه ته گواښ کړى ؤ چې لکه دافغانستان دپخواني جمهوررئيس ډاکټر نجيب به يې مړى په سړک دپاسه ځوړندولى شي.
ميا افتخار حسين ددغو گواښونو باوجود دخيبرپښتونخوا دحکومت هاغه يواځينى وزير دى چې کله هم دترهه گرۍ څه قسمه پيښه رامينځته شوې ده نو هغه دهررقم ويرې ترهې پرته ددغه پيښې پوښتنه کړې او روغتونونو او يا هم دپيښې ځايې ته يې په سم لاسي ډول ځان رسولى دى.
دخالي په ماښام يوويشت کلن ميا راشد حسين دخپلو دوؤملگرو سره دپښو ازادولو په غرض دنوښار ضلعې دپبو سيمې په خان شيرگړهۍ کې پياده روان ؤ چې په دغه مهال وسله والو په هغه ناتاره ډزې وکړې ، په دغو ډزوکې ميا راشد حسين او دهغه ملگرى امجد سخت ژوبل شول خو راشد روغتون ته دوړلو څخه دمخه دزخمونو توان رانۀ وړو او په لاره کې يې ساه ورکړه.
ميا راشد حسين دپيښور دپرمختيائي حکومتي ادارې يا پي ډي اى داسسټنټ ډائريکټر په توگه ذمه وارۍ ترسره کولې .
په خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان ډيوه ريډيو سره په خبرو کې دميا افتخار حسين دځوې دوژنې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او وې ويل ترهگر به کله هم په دغسې ناوړه حرکتونو مونږ دامن دتامين او دترهه گرۍ دنوغي ويستلو دهلو ځلو څخه لاس پسر کولو ته مجبور نۀ کړل شي.
اسفنديار ولي خان وويل دا دظلم انتها ده چې ترهه گردهاغو خلکو بچي وژني څوک چې دامن او انسان دوستۍ خبره کوي.
نوموړي وويل ميا افتخار دلوړې حوصلې څښتن او پخپل قام مئين شخصيت دى.
اسفنديارولي زياته کړه هر څو کۀ دميا افتخار حسين دغه ستر غم دزغم ددرشل څخه بهر دى خو عوامي نيشنل گوند دامن او دخپلې خاورې دتحفظ دپاره دتاريخ په اوږد و کې دغسې ډيرې قربانۍ ورکړي دي.
اسفنديارولي خان زياته کړه عوامي نيشنل گوند به کله هم دترهه گرو په دغسې ناوړو حرکتونو ونۀ ويريږي او دترهه گرو په وړاندې به په گونډو نۀ شي.
نوښار : ميا افتخار حسین ځوې خاورو ته سپارل شوی دی

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ځوې ميا راشد حسين د جنازې نمونځ په نوښار کې شوی دی.