لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې په بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېره نهه ته ورسېده


د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د جمعې په ورځ بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېره نهه ته ورسېده. اوولس کسان زخمیان شوي دي. په چاودنه کې په وژل شویو کسانو يو پوليس اهلکار او د سکول څلور ماشومان هم شامل دي.

د مستونګ ضلعې د پوليسو يو افسر مياداد [سرکل ډي اېس پي] وي او اې ډيوه ته وويل، نن د لومړي نومبر په سهار، چاودنه د سېول روغتون او جينکو د سکول سره په چوک دپاسه شوې، د پوليسو ګاډی [موبايل] پکې په هدف کړل شوی دی.

نوموړي تاييد کړه، پېښه کې يو پوليس اهلکار، د سکول څلور ماشومانې جينکې او درې لاروي وژل شوي دي. چارواکو وروسته وویل په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره نهه ته رسېدلې ده.

هغه زیاته کړه، دغه پوليس موبايل چې پینځه تنه اهلکار پکې سواره و، د پوليو ډيوټۍ له سېول روغتون ته په لار وو چې د چوک دپاسه پرې چاودنه شوې ده.

نوموړي، زياته کړه ژوبل کسان اول د مستونګ روغتون ته منتقل کړل شوي او سخت ټپي یې کوټې ته لېږل شوي دی.

د پېښي زمه واري د رپوټ جوړولو تر وخته چا نه دہ منلې.

د بلوچستان حکومت وياند شاہد رند ویلي، "د پېښې پر ځای د ضلعي انتظامي چارواکي، بم ډسپوزل سکواډ او امنيتي عسکر موجود دي ، او د پېښي معلومات راټولوي".

د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوری شېراني وايي، د مستونګ پولیس یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط ډیوہ ته وویل، "چاودیدونکي توکي په یوہ موټر سایکل کې اېښول شوي وو، د پولیس د موټر د تیریدو پر وخت د ریموټ کنټرول په زریعه چاودنه شوې".

د کوټې د سیول روغتون د ایم ایس ډاکټر نور الله موساخېل په وینا،"د کوټې سول هسپتال، ټراما سنټر او بي ايم سي هسپتال کې ايمرجنسي نافذه کړل شوې او ھر ډول انتظام شوي دي".

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي پېښه غندلې او ويلي یې دي، "ترهګرو اوس اسانه هدف بې ګناہ ماشومان په نخښه کړي دي، د بې ګناه ماشومانو او بې ګناه خلکو وينې حساب به ځینې اخیستل کېږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG