لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان لخوا افغان ځوانانو لپاره اعلان شوي تعلېمي وظېفې به څومره ګټه ورې وي؟


ډاکټر عمر زاخیلوال
ډاکټر عمر زاخیلوال

د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د لوړو زدکړو یا (هاېیر ایجوکیشن) لپاره د تعلیمي وظیفو یا سکالرشپ دويم پړاو پيل شوی چې تر مخه به ېي درې زره افغان ځوانان او پېغلې په پاکستان کې خپلې زده کړې ترسره کوي.

د جمعې په ورځ د پنجاب په لاهور ښار کې د دغه سکالرشپ د اعلان په وخت د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخيلوال هم موجود وو.

د پاکستان حکومت په ٢٠١٠م کښې د افغان ځوانانو او پیغلو لپاره په پاکستان کې د لوړو زده کړو لپاره د سکالرشپ ورکولو اعلان کړی وو. د دغه پروګرام په لومړي پړاو کښي هم درې زره افغان زده کونکو د پاکستان په بیلا بیلو تعلیمي ادارو کې خپلې لوړې زدهکړې پیل کړي دي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن یا هاېر ايجوکيشن کميشن چېرمين ډاکټر مختار احمد ویلي په دویم پړاو کې به افغان ځوانان او پیغلې د پاکستان بیلا بیلو تعلیمي ادارو په مختلفو څانګو کې د پي اېچ ډي(دوکتورا) او ايم فل زدکړي تر لاسه کوي.

په داسې حال چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه په سیاسي او حکومتي کچه د تیر ډیر وخت راهسې تاو تریخوالي لیدل کیږي، څیړونکي ګنړي د اولسونو په کچه اړېکې، او افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو د پاره دا شان موقعي ورکول به د دواړه هېوادنو تر منځ اړيکې ښې کړي او د اولسونو تر منځ به په یو بل باور سېوا کړي.

د پاکستاني چارواکو به وینا تر اوسه پورې نژدې اته څلويښت زره افغان ځوانانو او پیغلو د پاکستان په تعليمي ادارو کښي خپلې زدهکړې سر ته رسولي دي. او دا مهال د نړۍ په بيلا بيلو هېوادنو کښي خپل کارونه ترسره کوي.

په اسلام اباد کښي د یوې غیر دولتي ادارې او د پاکستان او افغانستان په اړیکو نظر لرونکې تعلیم پوهه ماریه سلطان د پاکستان لخوا افغان زدهکونکو لپاره د تعلیمي وظیفو دغه پروګرام ستايي او وايي افغان ځوانان د تعلیم په مېدان کې داسې پروګرامونو ته اړتیا لري او پاکستان دې داسې قسمه پروګرامونه نور هم سېوا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG