لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: پاکستاني مطبوعات د ارمان لوڼي په اړه د پې ټي اېم په احتجاجونو خاموشه دي


د پاکستان د بېلا بېلو ښارونو نه علاوه په کابل کې هم د پې ټي اېم په غږ د ارمان لوڼي د وژل کېدو په سر احتجاج وشو
د پاکستان د بېلا بېلو ښارونو نه علاوه په کابل کې هم د پې ټي اېم په غږ د ارمان لوڼي د وژل کېدو په سر احتجاج وشو

په پاکستان کې د انساني حقونو کارکونکو د هېواد په ټېلې وژن چېنلو د پښتون ژغورنې غورځنگ د وژل شوي فعالا غړي ابراهیم ارمان لوڼي په اړه د خبرونو په نشتوالي تشویش څرگند کړی دی.

د هېواد د انساني حقونو تر ټولو لوې ادارې هېومن رایټس کمیشن اف پاکستان په ټوېټر یو پېغام کې وویل د لوڼي د مرگ په اړه په ټېلې وژن چېنلو د خبرونو مکمل نېشتوالي "یو وارې بیا د ټي وي صحافت او د مطبوعاتو د ازادۍ د دعوو په اړه سنگین سوالونه راپورته کړې دي."

د هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان نه علاوه په ټوېټر نورو څېړونکو هم د ارمان لوني د مرگ په سر د پې ټي اېم په احتجاجونو د پاکستاني د ټېلې وژن چېنلونو په خاموشۍ تعجب څرگند کړی دی.

عابد حسین په ټوېټر لیکلي چې د فېبرورۍ د پنځمې نېټې په مناسبت چې د پاکستان حکومت یې د کشمیریانو سره د یوالي د ورځ په توگه نمانځي مطبوعات د هند د انتظام دلاندې کشمیر کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو ذکر خو کوي د پې ټي اېم د ارمان لوڼي احتجاجونه یې د پامه غورځولې دي او په دې هکله "مکمله خاموشي ده."

ارمان لوڼي د خالي، شنبې، په ورځ د بلوچستان په لورالای ښار کې د پې ټي اېم د احتجاجي ناستې ترڅنگ ژوند دلاسه ورکړی دی. د پې ټي اېم پلویان وايي لوڼي د پولیس په تشدد کې وژل شوی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير ضیا الله لانگو د گل، دوشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل د ارمان لوڼي د مرگ اېف اي آر (لومړی پولیس رپورټ) لا نه دی درج شوی ځکه چې د پوسټ مارټم یا د هغه د مړي د ډاکټرې معاینې رپورټ نه دی ترلاسه شوی.

د ارماني لوڼي د وژل کېدو خلاف د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې د نهې شه شنبې، په ورځ احتجاجونه وشول. د تحریک مشران وايي ځینې پلویان یې د احتجاجونو په مهال پولیس گرفتار کړې هم دي.

د پي ټي ایم مشران وايي لوڼي د ریاستي تشدد په ن تیجه کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان ویلي ارمان لوڼي د احتجاج آیني او اخلاقي حق لرلو او د هغه مرگ دې ځوابونو ته اړتیا لري چې په پاکستان کې بنیادي ازادیو ته څومره سپک کتل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG