لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ۲۰۲۴ کې په پاکستان کې د هېواد د امنیتي ځواکونو ترڅنګ په چینایانو هم حملې وشوې


په شپږم اکتوبر کراچۍ کې د جينايانو پوه بله قافله هم په نښه شوه چې په دغه برید کې دوه چینايي وګړي ووژل شول
په شپږم اکتوبر کراچۍ کې د جينايانو پوه بله قافله هم په نښه شوه چې په دغه برید کې دوه چینايي وګړي ووژل شول

۲۰۲۴م د پاکستان دپاره له امنیتي لحاظه د مشکلاتو کال و. په دې کال کې نه یوازې د هېواد په امنیتي ځواکونو بلکې په چینایي شهریانو هم خونړي بریدونه وشول او څېړنکاران وايي د دې بريدونو په نتيجه کې راپورته شوې اندېښنې د چین او پاکستان دپاره مشکل جوړ شوی دی.

څېړنکاران وايي په ۲۰۲۴م کال کې که يو خوا په پاکستان کې په مجموعي توګه د تشدد او ترهه ګرۍ پېښې زياتې شوې وې نو بلخوا په چينايي وګړو بریدونو چين او پاکستان دواړه اندېښمن کړي وو.

۲۰۲۴ م کال کې په شپږويشتم مارچ د خېبر پښتونخوا په بشام کې په چينايي انجنيرانو تر سره شوی ځانمرګی بريد کې چې د پينځه چينايي وګړو په شمول شپږ تنه ووژل شول او هم دا ډول په شپږم اکتوبر کراچۍ کې د جينايانو پوه بله قافله هم په نښه شوه چې په دغه برید کې دوه چینايي وګړي ووژل شول.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

څېړنکاران وايي په بلوچستان صوبه کې بلوڅ وسله والو له لوري د سي پېک په ضد فعاليتونه داسې دي چې د چينايانو د سېکورټۍ په اړه يې اندېښنې زياتې کړې دي.

د بشام ځانمرګې بريد وروسته د ترهه ګرۍ مخ نيوي ادارې ووېل دغه بريد کې ککړ تنان يې نيولې دي او هم دا ډول د کراچۍ په چيناپانو بريد کې ککړ د پينځه ترهه ګرو د نيولو دعوا يې هم کړې ده.

په چينايانو ۲۰۲۴م کې د بریدونو په اړه چين د خپلو وګړو د حفاظت په حقله اندېښنې څرګندې کړې.

د پاکستان تر مخه، ورانکاري د سي پېک منصوبه ناکامولو دپاره دغه هسې کوي خو دوی به داسې ډلې دې ته پرې نږدي.

څېړنکاران وايي د پاکستان له لوري چې چينايانو دپاره د سېکورټۍ په اړه ګامونه هم پورته شوې دي خو د چين له لوري د سي پېک منصوبې دپاره ټاکلې هدف لاس ته کول هم يو چېلنج جوړ شوی دی.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG