لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سېنیټ نوی منتخب چيئرمېن د اسټېبلېشمېنټ سړی (ریاست پلوه) دی؟


د پاکستان د سېنېټ یا بانديني ایوان په انتخاباتو کې د چېرمین په څوکۍ د حکومت مخالفه گوندونو شريک اميدوار صادق سنجراني حکومتي امیدوار راجه طفرالحق ته ماتې ورکړې ده.

د بلوچستان نه په ازاده څوکۍ بریالي شوي صادق سنجراني ته د حکومت د مخالفه خو په په خپلو کې رقيبانو گوندونو پاکستان پیپلز پارټۍ او تحریک انصاف، د بلوچستان ازاد امیدوارانو او د قبایل سیمو د سینټرانو مرسته ترلاسه وه.

د واکمن گوند مهمې مشرې او د پخواني وزیراعظم لور مریم نواز شريف په ټویټر په خپل غبرگون کې ويلي دي چې "د زرداري او امپاير د گوتې بیوپاري چې ستا دربار ته ورسیدل نو یو شو"

اکثره پاکستاني څېړنکاران د "امپایر گوته" اصطلاح د پوځ لپاره کاروي.

د پاکستان یوه ملت پاله سیاسي فعاله بشرا گوهر د سېنېټ په انتخاباتو هم خپله رای په ټويټر ښکاره کړې ده. هغه پوځ ته په اشاره کې وايي "د پنډۍ هلکانو ښه لوبه وکړه، د سېنیټ پوره کنټرول یې تر لاسه کړو. سټېبلېشمېنټ وگټله او جمهوریت وبایلله"

سنجراني د سینټ ۱۰۳ رایو کې ٥٧ رای ترلاسه کړې. د سېنېټ د مشرۍ دپاره د ائین یا دستور لاندې د سېنېټ چیرمین ته د ایوان بالا د مشرۍ لپاره ۵۳ ووټونه ترلاسه کول ضروري وي.

د سنجراني تعلق د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان سره دی. وتلي کالم ليکونکي ډاکټر تقي په خپل ټویټر ليکلي دي " ظفرالله جمالي وزیراعظم وو خو څه څه وشو؟ بلوڅانو ته عهدې نه حقونه ورکړئ"

بلې خواته د پيپلز گوند شریک مشر بلاول بټو زرداري په خپل ټویټر په مسلم ليگ گوند پورې طنز کړدی دی او ليکي " د ضیا وړومبي بېټسمین ماتې وخوړه. بلوچستان وگټله. وفاق وگټله. د سېینټ مشره امبارک شه"

د ایوان د نایب چیرمین منصب د پيپلز گوند سليم مانډوي واله وگټلو، هغه د ملت پال پښتونخوا ملي عوامي گوند او واکمنه مسلم ليگ نون شريک امیدوار عثمان کاکړ ته ماتې ورکړه. د سېنېټ د مشرانو ټاکنې د پټو رايو د لارې وشولې.

دا مهال په سېنېټ کې د واکمن مسلم لیگ (ن) ۳۳، د پاکستان پیپلز گوند ۲۰، د پاکستان تحریک انصاف ۱۲، د نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي گوند او متحده قومي مومنټ پينځه پينځه، د جمیعت علما اسلام (ف) ډلې څلور، د عوامي نیشنل گوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنگل، جماعت اسلامي او پاکستان مسلم لیگ (ف) یو یو او ۱۶ ازاد غړي دي.

د پاکستان د ائين ترمخه هر درې کاله وروستو د سېنېټ نیمايي غړي د خپلې مودې شپږ کاله په پوره کولو خپلې څوکۍ خالي کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG