لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان صوبې د 72 اربه روپو د خسارې بجټ وړاندې کړی شوی


بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره 612.70 اربه روپو ټیکس فري بجټ وړاندی کړی دی په بجټ کې د 72 اربه روپۍ خساره هم ښودل شوې ده.

د راتلونکي مالي کال 2022-23 بجټ سردار عبدالرحمان کیهران پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ناوخته [21 جون] وړاندې کړی دی.

د بجټ ټول ټال حجم 612.70 اربه روپۍ ښودل شوی او د روان مالي کال په بجټ کې د پرمختيايي لګښتونو اندازه 246 اربه روپۍ شوې ده چې پکې به د بلوچستان حکومت 191 اربه روپۍ ورکوي.

د بهرنۍ بوديجې برخه 14 اربه روپۍ اټکل شوې ده.

صوبای وزیر خزانه سردار عبدالرحمن کهیتران وویل د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د تعلیم برخې ته لومړیتوب ورکړی شوی او د دې لپاره 83.21 اربه روپۍ ځانګړې شوي دي.

سردار عبدالرحمن کهیتران وویل چې دا صوبه د خپل محل وقع له سوبه د امنیتي وضعې له چېلنج سره مخ ده هم له دې کبله د امن و امان لپاره 44 اربه روپۍ ځانګړې کړی شوي دي، په کوم کې چې 42 اربه روپۍ د غېر ترقیاتي 2 اربه روپۍ د پر مختیا لپاره دي.

د اپوزيشن غړو د بجټ وېنا په خاموشۍ سره اورېدلې، او د بجټ د وینا پر مهال یې د حکومت د ملاتړ له پاره میزونه هم ټکول.

صوبايي وزیر وویل چې دروان کال په مالي بجټ کې د ښځو د تربيې له په لومړي د 100 ملينه روپو په لګښت پروګرام پېل کيږي.

د ښځو لپاره د ماشومانو د روزنی د ښځو ځانګړي بازارونه، او ښځو ته د واک ورکولو پروګرام او د صنفی تشدد د مخنوي د پروګرام منظوري ورکړې ده او ويل شوي د ښځو د حقوقو د خوندي ساتلو لپاره د ښځو د پرمختيا يا وېمن ډیولپمنټ باندې هم کار روان دی.

ويل شوي د صحت برخې ته هم لومړیتوب ورکړی شوی دی چې پکې 43 اربه روپۍ زیاتې ځانګړی کړی شوي دي.

په بودیجه کې کومه نوې مالیه نه ده لګول شوې، د سرکاري ملازمينو معاشونه 15 فيصده سېوا کړی شوي او په بجټ کې 8000 نوې نوې نوکرۍ هم اعلان شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG