لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي اېل پي مشر د قید نه ازاد شو خو څېړونکي وايي د پارلېمنټ غړی علي وزیر لا په زندان کې دی


علي وزیر
علي وزیر

د مذهبي ډلې تحریک لبېک سره د معاهدې ترمخه حکومت د تحریک مشر سعد رضوي د لاهور د کوټ لکهپت بندي خانې نه ازاد کړو.

څیړونکي وایې د یو تندروه تنظیم مشر ازادول او د پارلېمنټ غړي علي وزیر په قېد کې بند ساتل ښاي چې د پاکستان موجوده حکومت او طاقتوره پوځ د پاکستان نه یو تندروه اؤ بنیاد پرسته هیواد جوړول غواړي.

څېړوونکي وايي د تحریک طالبان سره مذاکرات کولی شي، په افغانستان کې د افغان طالبانو ملاتړ کوي اؤ تحریک لبیک په شان تنظیم مشر خوشی کوي.

د مشر سعد رضوي د خوشې کېدو تصدیق د ډلې ترجمان صدام بخاري وي اوای ډیوه ته وکړو خو نور تفصلات یې د شریکولو نه ډډه وکړه.

سعد رضوي سږ کال د اپریل په دولسمه نېټه په لاهور کې نیول شوی و. د سعد رضوي د ګرفتارۍ په ضد د تحریک لبیک د پر تشدد مظاهرو نه پس حکومت ټي اېل پي غېر قانونه تنظیم وټاکلو.

تېره میاشت د پیغمر اسلام د عکسونو په معامله پاکستان نه د فرانس سفیر د ویستلو او د سعد رضوي د ازادۍ دپاره ټي اېل پي د تشدد نه ډکې مظاهرې وکړي چې پکښې د پولیسو پشمول نهه تنه وژل شوي دي.

د ټي اېل پي د مظاهرو وروسته حکومت د ډلې سره مذاکرات او بیا معاهده وکړه او د تنظیم یو شمیر غوښتنې یې ومنلې چې پکې د سعد رضوي‌ د ازادولو او په تنظیم د بندیز ختمولو غوښتنې هم شامل وې.

د تحریک لبېک مشر سعد رضوي‌ په داسې حال کې ازاد کړی شوی رها کړی شوی چې یوه ورځ وړاندې د پارلېمنټ مشترکه غونډې ته د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علې وزیر نه و راوستل شوي او د اسمبلۍ سپېکر د هغه پروډکشن آرډر یا د علي وزیر اسمبلۍ ته د راوستلو امر نه و جاري کړی او هم په دې لړ کې د حزب اختلاف ګوندونو په حکومت اؤ داسمبلۍ په سپیکر اسد قیصر سختې نیوکې کړې وې.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن ډاوړ وي او ای ډيوه ته وویل د علي‌ وزیر په جیل کې ساتل او سعد رضوي خوشې کول ښاي‌ چې د پاکستان ریاست اؤ طاقتوره ادارې هر ممکن کوښښ کوي چې هغه آواز غلی کړي چې د ترهګرۍ پرضد پورته کیږي خو بلخوا چې د محسن داوړ په وېنا څوک په رښتیا ترهګر دي، د پاکستان ریاست ورته هرکلی وايي.

محسن ډاوړ وایې پاکستان د تحریک طالبان اؤ د تحریک لبېک سره خو مذاکرات کولې شي خوعلي‌ وزیر چې ولس د پارلېمنټ غړی منتخب کړی هغه یې په بندي خانه کې په دې ساتلی چې د ریاست په هغه تګلارو به یې تنقید کولو چې له وجې یې ترهګرۍ وده کړې ده.

د سیاسي چارو څېړونکی سرفراز خان وایي که څوک پاکستان په آسانه پیژندل غواړي نو دا دوه واضحه مثالونه ورته مخامخ دي، چې د ترهګرۍ خلاف آواز پورته کونکی به جیل کې وي‌ اؤ ترهګر به آزاد ګرځي.

ډاکټر سرفراز وایې پوځ د پاکستان نه یو بنیاد پرسته اؤ تندروه هیواد جوړول غواړي، دلته د تحریک لبېک اؤ تحریک طالبان سره مذاکرت اؤ په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ نه ظاهره ده، پاکستان ریاست د کوم قسمه طاقتونو ملګری دی؟

د پاکستان پوځي چارواکي وايي په هېواد کې د وسله والو‌ ډلو په ضد بغیر د څه امتیاز عملیات کوي او د ملک په سیاسي چارو کې پوځي ادارې مداخلت نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG