مرادعلي شاه د سندهـ صوبې وزیراعلی نومول شوی

نوي نومول شوي اعلی وزیر مرادعلي شاه سره دا وخت د خزانې وزارت په لاس کې دی . د هغه پلار عبدالله شاه هم د صوبې اعلی وزیر پاتې شوی ؤ .

د پاکستان سندهـ صوبه کې واکمنه ګوند پاکستان پیپلزپارټۍ د پخواني وزیراعلی قایم علي شاه په ځاې مرادعلي شاه نوی اعلی وزیر نومولی دی .

د نهې په ورځ کراچۍ کې د پیپلزپارټۍ چیئرمېن بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د ګوند د پارلماني کمېټۍ غونډه شوې او قایم علي شاه خپله استعفی د پارټۍ مشرانو ته وړاندې کړې ده .

قایم علي شاه په کال ۲۰۱۳م، ۲۰۰۸م او له هغې وړاندې ۱۹۸۸م کې اعلا وزیر جوړ شوی

نن د شورو په ورځ به د هغه استعفی ګورنر ته وړاندې کړی شي او راپورونه وايي نوی اعلی وزیر به د جمعې په ورځ څوګند پورته کړي .

د صوبې د ا‌طلاعاتو صلاح کار مولابخش چانډیو د دغه پرېکړې په اړه ويلي چې د نوي اعلی وزیر راتلو سره به کابینه کې هم بدلون وکړی شي او د هغې اعلان به هم زر وکړی شي .

هغه ویلي د دغه بدلون په اړه د ډېرې مودې نه مشورې روانې وې نوموړي ويلي د قایم علي شاه خدماتو ته به تل په درنه سترګه کتل کیږي او د هغه نه به په وخت د ضرورت مشورې هم اخستلی شي .

دوه ورځې وړاندې په دوبۍ کې د پیپلزپارټۍ د مشرانو بلاول بهټو زرداري او اصف علي زرداري په مشرۍ د ګوند په یوه غونډه کې د اعلي وزیر د بدلون پرېکړه شوې وه .

د هغې وروستو قايم علي شاه ويلي ؤ د پارټۍ هره فېصله ورته منظوره ده .

قايم علي شاه په کال ۲۰۰۸م او بیا په کال ۲۰۱۳م کې عامو انتخاباتو کې د کامیابۍ وروستو اعلی وزیر جوړ شوی له دې وړاندې هغه په کال ۱۹۸۸م کې هم وزیراعلی جوړ شوی ؤ .

نوي نومول شوي اعلی وزیر مرادعلي شاه سره دا وخت د خزانې وزارت په لاس کې دی . د هغه پلار عبدالله شاه هم د صوبې اعلی وزیر پاتې شوی ؤ .