د فېس بک اشنا امريکايي ښځه پاکستان ته راغلې واده يې کړی

يوه امريکايي ښځه چې د فېس بک د لارې د خېبرپښتونخوا د يو تن سره اشنا شوې وه پاکستان ته راغلې او د دغه تن سره یې واده کړی دی.

امريکايي مېرمن مېري کېتهلين نوميږي او د خېبرپښتونخوا د هري پور سیمې د عديل اعوان سره يې واده کړی دی.

عديل ويلي نزدې يو کال وړاندې يې کېتهلين ته په فېس بک د دوستۍ پېغام ورولېږو هغې قبول کړو او بيا يې دوستي په مينه کې بدله شوه.

امريکايي ښځې هم ويلي خوشحاله ده.

ويل شوي کېتهلين اول دين اسلام قبول کړی مريم نوم پرې اېښودی شوی او بيا يې د عديل سره واده شوی دی.

په سوشل ميډيا او ځايي رسنیو دغه خبر خپور شوی او ورسره يوه ويډيو هم خپره شوې چې پکې ليدل کیږي امریکايي مېرمن ته کليمه ويل کيږي او په دغه ځاې کې ګڼ خلک ليدل کيږي چې ناست دی.

پاکستان کې دا لمړی ځل نه دی له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي.

تير کال د هند څخه عظمی نومې جينۍ د خېبرپښتونخوا بونېر ضلعې ته راغلې چې وروستو هغې بيا ويلي ؤ په ملايشيا کې طاهر خان نومې تن سره يې خبرې شوې او بيا پسې پاکستان ته راغلې خو دلته هغه شان حالت نه دي څنګه چې دې ته ويل شوي وو.

عظمی څو ورځې د پاتې کېدو وروستو بيرته هند ته لېږل شوې وه.