د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کراچۍ جلسې لپاره د پاکستان د یوې شخصي هوایي کمپنۍ سیرین په اي آر-۵۰۱ الوتکه کې ټکټ اخیستی وو، خو د خالي- شنبې په ورځ چې هغه له خپلو درو نورو ملګرو سره د روانېدو لپاره اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغی نو ټکټ یې کېنسل کړای شو.
د ښاغلي پښتین درو ملګرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه، خو ده ته یې الوتکې ته د ختلو اجازه ور نه کړه. د سیرین هوایي کمپنۍ ویاند د هوایي ځواک ریټایر شوي افسر ریاض رسنیو ته ویلي، چې د پښتین په اړه د دوی په سیسټم کې معلومات نه وو، ځکه یې الوتکو ته د ختلو اجازتپاڼه ور نه کنه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر ټویټر لیکلي چې د تحریک مشر یې منظور پښتین بیا له لاهور هوایي ډګره د یو بل ټکټ تصدیق وکړ، خو وایي موټر یې لاهور هوایي ډګر ته نیژدې د تلاشۍ لپاره و درول شو او دوې ګنټې یې درولی وو، خو هغه وخت یې پرېښوو چې الوتکه هوا ته پورته شوه.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د ریاستي ادارو دا ګام په کلکه غندلی چې منظور پښتین یې له هوایي پروازه را ګرځولی دی. د زر علي خان اپریدي په نامه یو تن پر ټویټر له هوایي سفره د منظور پښتین د را ګرځولو غندنه کړې ده:
"دا ډېره د شرم خبره ده چې منظور پښتین د ریاست د چلوونکو له خوا په زوره له لاهوره کراچۍ ته له هوایي پروازه پاته کړل شو".
د کراچۍ یوه بل جرنلسټ او مدني فعال ضیاءالرحمن پر ټویټر لیکلي "نن منظور پښتین د بېنظیر بوټو، بېګم نصرت بوټو، ولي خان، میر غوث بخش بزنجو او حبیب جالب غوندې رهبرانو په فهرست کې شامل شو، چې خپل سیاسي منزل ته د رسېدو لپاره په الوتکه کې له سپرېدو را وګرځول شو، خیر یوه خبره څرګنده شوه چې په دې هېواد کې هیڅ نه دي بدل شوي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی خان زمان کاکړ هم د منظور پښتین ملګری وو، چې له یوه بل ملګري سره له اسلام اباده په الوتکه کې کراچۍ ته رسېدلی، خو وایي پښتین هملته پاته شو او بیا وروسته له ځینو نورو ملګرو سره د سړک له لارې کراچۍ ته روان شو. خان زمان کاکړ لیکلي:
"يواځينی ټکټ چې په درې ځله کنفرم نه شو هغه د منظور احمد پښتين وو. سیرين هوايي شرکت موږ ته هيڅ وجه ښوولو ته تيار نه شو چې ولې منظور پښتين هوايي سفر نه شي کولای، خو موږ خبر وو چې ولې داسې وشول".
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ملاتړي امان فایق سلېمانخېل پر فېسبوک یو عکس خپور کړی، چې منظور پښتین په یوه موټر کې ناست دی او لیکلي یې دي چې هغه د ملک انوار خان سلېمانخېل په بدرګه د څو موټرو په قافله کې د پاکستان په وخت ماښام کراچۍ ته روان شوی دی.
منظور پښتین د خپل تحریک له خوا په کراچۍ کې اعلان شوې جلسې ته روان دی، چې نن په ۱۳م مې ماسپښین څلور بجې به د کراچۍ په سوراب ګوټ سیمه کې کېږي او تمه څرګندېږي چې په دې جلسه کې به د کراچۍ په شمول د پاکستان د نورو سیمو زرګونه خلک ګډون وکړي.