پاکستان ته د زاڼو دښکار دپاره تللي دسعودي عرب دتبوک صوبې ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزیز دپاکستان وزیراعظم عمران خان ته د سرو زرو یو کلاشنکوف په تحفه کې ورکړی دی.
دانګریزي ورځپاڼې “پاکستان ټوډی” له مخې دغه کلاشنکوف سعودي شهزاد د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې وزیراعظم عمران خان سره دلیدنې په مهال هغه ته ډالۍ کړو.
دپاکستان وزیراعظم په دغه قیمتي ډالۍ دسعودي د ګورنر مننه کړې ده.
دعمران اؤ سعودي شهزاده ترمینځ دغه لیدنه کې دپاکستان ددفاع وزیر پرویز خټک اؤ دبهرنیو چارو سکتر تهمینه جنجوعه هم برخه لرله.
ورځپاڼه لیکي چې وزیراعظم عمران خان سره له لیدنې وروسته د سه شنبې په ورځ سعودي شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزیز دپاکستان دبلوچستان ایالت چاغي سیمې ته د زاڼو دښکار دپاره رسیدلی .
دبلوچستان د دالبندین په هوایي ډګر سعودي شهزاده ته دبلوچستان وزیراعلی جام
کمال خان،دخزانې وزیرمیر محمد عارف محمد حسني،داطلاعاتو وزیر ظهور بلیدي،سنیټیر انوارلحق کاکړ اؤ نورو حکومتي اؤ پوځي مشرانو تود هرکلی ویلی دی.
ورځپاڼه لیکي چې چاغي ته له رسیدلو وروسته دسعودي شهزاده ښکار دپاره ځانګړې کړل شوې صحرا ته تللی چې دغلته دهغه دامنیت دپاره په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه ځائ پر ځائ کړل شوي دي.
دپاکستان سندهـ،بلوچستان اؤ خیبر پښتونخوا صوبې ته هرکال د ژمي په موسم کې عرب شهزادګان د زاڼو ښکار دپاره ځي اؤ ددغه ښکار داجازې اخستلو دپاره حکومت ته دفیسونو په مد کې درنې پیسې ورکوي.
عرب شهزادګان د زاڼو په ښکار څومره لګښتونه کوي؟
تیره اوونۍ دپاکستان یو شخصي ټي وي جیو پخپل یو پروګرام کې ښودلي وؤ چې دسندهـ په یوه صحرایي سیمه کې دمتحده عرب اماراتو یو شهزاده ته د زاڼو دښکار دپاره یو ځانګړی ښار جوړ کړل شوی چې د ژوند ټولې اسانۍ پکې موجودې دي.
دسندهـ په دغه صحرایي سیمه کې چې ځائ خلک دخوراک اؤ اوبو نه موندلو له امله هرکال په ګن شمیر مړه کیږي دسعودي شهزادګان د ورځې دغلته شا وخوا دوه نیم سوه سیرلي یا چیلي دخپل خوراک دپاره ذبحه کوي اؤ ددې ترڅنګ ورته دبیلابیلو هیوادونو دفروټو اؤ مشروباتو سټورونه هم جوړ کړل شوي دي.
د زاڼو ښکار جنسي قوت که عنعنوي لوبه
دسندهـ په دغه صحرا کې داماراتو یو شهزاده چې دالفلاح بانک اؤ جاز په نوم دموبايل شبکې مالک دی دخپل ځان د اسانۍ دپاره تر زرو زیات ملازمان دځان سره ساتلي دي.
دغه شهزاده وایي چې هغوئ د زاڼو ښکار د جنسي طاقت دپاره نه بلکې دنیکونو نه په میراث کې د ورپاتې شوې یوې روایتي لوبې په توګه کوي