دخیبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې دیو څلور کلن ماشوم د وژنې په ضد په ګنډي چوک کې د پولیسو خلاف دسیمې خلکو سخت احتجاج کړی اؤ قهرژنو مظاهره چیانو دپولیسو تاڼې ته د اورونو اچولو ترڅنګ دسیمې لویې سړک یا انډس هائی وی هم دهر رقم ټریفک دپاره تړلی دی.
د وژل شوي څلور کلن ماشوم اویس مور وایي ځوئ یې یوه میاشت مخکې بې درکه شوی ؤ خو پولیسو دهغوئ مقدمه نه درج کوله.
د وژل شوي ماشوم خور وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي دهغې ماشوم ورور یوه میاشت وړاندې بې درکه شوی ؤ اؤ تیره شپه یې وروست شوی مړی دهغوئ د کور مخې ته غورځول شوی دی .
په احتجاج کې شاملې د اویس خور وایي مونږ به ترهغې دخپل ماشوم ورور مړی نه ښخوؤ اؤ احتجاج به کوؤ تر څو چې د ماشوم اویس قاتلان نه وي نیول شوي.
Your browser doesn’t support HTML5
لکي مروت احتجاج
د اویس مور وویل مونږ به د خپل ماشوم بچي ورستې غوښې اؤ ډهانچې تر هغې په سړکونو ګرځوؤ تر څو چې دهغه د وینو سره انصاف نه وي شوی.
تر دې وړاندې د د روان کال دمئ په میاشت کې هم دپاکستان دپلازمینې اسلام اباد څخه یوه لس کلنه پښتنه ماشومه فریشته د کوره بې درکه شوې وه چې یوه اوونۍ وروسته یې بیا مړی د اسلام اباد د شهزاد ټاؤن د ځنګل څخه ترلاسه شوی ؤ.
د ماشومې فریشتې پلار هم ویلي وؤ چې هغه د خپلې لور د ورکیدلو دمقدمې درج کولو دپاره پولیسو ته ډیرې زارۍ کړې وې خو پولیسو دهغه مقدمه نه درج کوله.
لکي مروت کې ښځي اؤ سړي دڅلور کلن ماشوم اویس د وژنې په ضد احتجاج کوي
دماشومې فریشتې په وژنه ګرد هیواد کې پښتنو احتجاجونه کړي وؤ چې له هغې وروسته لوړپوړي حکومتي اؤ امنیتي مشران د فریشتې کور ته ورغلل اؤ هغوئ سره یې دفریشتې د قاتلانو دنیولو ژمنې وکړې خو د فریشتې پلار ګل نبي وایي اوس هم اصلي قاتل پولیسو نه دی نیولی.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې دماشومانو د بې درکۍ ، په هغوئ دجنسي تیري اؤ وژلو پېښې د اندېښنې تر حده سیوا شوي اؤ تیره میاشت هم د خیبر پښتونخوا په بټګرام سیمه کې یو ماشوم د جنسي تیري په هڅه کې وژل شوی ؤ.
ه پاکستان کې د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه په کال ۲۰۱۸ کې د ماشومانو د جنسي تيريو او د هغو د ځورولو ۳۸۰۰ پېښې رپوټ شوې وې.
د يادې ادارې ترمخه په ملک دننه د ورځې په سر ۱۱ ماشومان (هلکان او جينکۍ) د جنسي حملو ښکار کيږي.
ساحل وايي په پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيريو زیاتې پېښې په پنجاب صوبه کې مخې ته راځي.
د ماشومانو په حقونو کار کوونکی عمران ټکر وايي، په ملکي کچه د کم عمره ماشومانو د جنسي تيريو په اړوند قانون موجود دی خو د جنسي تيريو د مخنیوي او د دې ترڅنګ د تيري وروسته هغې ته ځواب ويل په ځای پاتې شي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که انتظاميه، پوليس، عدالتي نظام، د صحت محمکه او نورې اړونده ادارې دې ته په وخت ځواب اووايي نو مخه يې نيول کېدی شي.