بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن

Your browser doesn’t support HTML5

بي بي شیرینه – نننۍ خپرونه: د جولائي اته ويشتمۀ نيټه د هيپټائټس يا زيړي نړې والې ورځ په توګه لمانځل کيږي چې مرام یې د دې رنځ په حقله ولس کې پوهاوی راوستل دي. د طب پوهان وائي زيړی پنځه قسمونه لري چې هر يو ځانګړي علامات او درمنله لري. د شمېرو ترمخه د پاکستان لس فيصدي ابادي د هيپټايټس په ناروغۍ اخته ده. د زيړي بيماري څه علامات لري، څه ډول یې درملنه کيږي، په دې موضوع به په نن خپرونه کې د ماهر ډاکټر سره بحث کیږی. که تاسو څه پوښتنې لرئ نو په کمېنټونو کې ولیکلئ.