د بلوچستان په تربت کې د جمعیت علماء اسلام یو مشر او دیني عالم په لمانځه کې وژل شوی

د پاکستان د ناارامه صوبې بلوچستان په کېچ ضلع کې د مذھبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو سیمه ییز مشر او دیني عالم مفتي شاه میر عزیز د ماخوستن د لمانځه په مھال وژل شوی او د مسجد امام حافظ وقاص محسن بټو ټپي شوی دی.

‎چارواکي وایي دغه پېښه د ايران سرحدي پولې ته جوخت ‎د کېچ ضلعې په تربت ښار کې شوې ده. د عیني شاهدانو په وینا دا پېښه هغه وخت وشوه چې د ماخوستن له لمانځه وروسته تراویح په ختمېدو وې.

‎د کېچ د پوليسو ضلعي مشر راشد الرحمان زھري وويل، نامعلومو وسلوالو د تربت په ښار کې د ماخوستن د لمانځه په وخت ډزې وکړ‎ې چې وایي په نتيجه کې یې د تربت نامتو ديني عالم او د جمعت علماء اسلام «ف» ځایي مشر مفتي شاہ مير عزيز ووژل شو.

پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شوي یو عکس کې په مسجد کې دننه هغه مصلې په وینو سرې ښکاري چې په ممکنه توګه دغه وژل شوی دیني عالم او د تراویحو د لمانځه امام ورباندې لمونځ او تراویح کړې وې.

پولیس وایي تر پېښې وروسته سمدستي مفتي شاه میر او د جومات ټپي شوی امام د تربت ضلعې روغتون ته يووړ‎ل شول، خو د ټپي امام په اړه یې څه نه دي ویلي چې هغه په څه حالت کې دی.

پوليس وایي له پېښې وروسته یې په وسلوالو پسې پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه په دې تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

د حمعیت علماء اسلام وياند اسلم غوري د مفتي شاه مير بزنجو د وژنې "کلکه غندنه" کړې او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې د هغه قاتلین د قانون منګولو ته وسپاري.

اسلم غوري د ګوند په رسمي فېسبوک پاڼه باندې لیکلي، چې بلوچستان او خېبرپښتونخوا د وسلوالو پېښو له کبله "د ځنګله منظر" وړاندې کوي چې د قانون په نوم هیڅ پکې نه شته:

"د جمعیت علماء اسلام مشرتابه تل د امن خبره کړې، خو د شاید ریاست له دوی امن د جذبې غچ اخلي. حالات د تباهۍ پړاو ته رسېدلي، خو ریاست یې پروا نه کوي".

د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه دہ منلې، خو په دې وروستیو کلونو کې د جمعیت علماء اسلام پر مشرانو وسلوال بریدونو زیات شوي چې د ځینو ذمه واري داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

دا پېښه په داسې مھال شوې ده چې جمیعت علماء اسلام «ف» د جمعې په ورځ د بلوچستان په ټولو سیمو کې احتجاجونہ کړي وو او خپله د ماخوستن په برید کې وژل شوي مفتي شاه میر عزیز هم په داسې یو احتجاج کې ګډون کړی وو.

پہ روانه اوونۍ کې دا دویمه پېښه دہ چې کیږي، تر دې وړاندې د خضدار په زھري سیمه کې وسلوالو د جمعت علماء اسلام «ف» پر یو صوبایي مشر وډېرہ غلام سرور او د هغه پر ملګري مذھبي عالم مولانا امان اللہ باندې برید کړی وو او دواړه په برید کې وژل شوي وو.

جمعت علماء اسلام د جمعې د ورځې په احتجاجونو کې د خضدار د پخواني صوبایي وزير وډېرہ عبدالخالق زوی وډېرہ غلام سرور، مولانا امان اللہ او د خيبر پښتونخوا د اکوړ‎ہ خټک پہ حقانیه مدرسه کې په ځان وژونکي بريد کې د ککړ‎و کسانو د نيولو غوښتنه کړې ده.