اسلام اباد:په سوشل میډیا د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په جرم دوؤ کسانو ته د تېزندۍ سزا اورول شوې

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي مسله حساسه ګڼل کېږي. د انساني حقونو فعالان په دې اړه قوانینو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي خو مذهبي ډلې يې مخالف کوي او وخت په وخت مظاهرې هم کوي

د اسلام اباد ضلعي عدالت د مذهب د سپکاوي د انلاین موادو خپرولو په جرم دوؤ کسانو ته د تېزندۍ سزا اورولې ده.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې سیشن جج افضل مجوکه ددغو کسانو د تېزندۍ د سزا پروانه جاري کړې ده اؤ پخپله فیصل کې یې ویلي چې دوه مجرمان باید تر هغې په دار وځړول شي تر څو چې ترې ساه وتلې نه وي.

هغوي ته دا سزا د پاکستان د پېنل کوډ د دفعه ۲۹۵ سي لاندې اورول شوې ده.

د ډان په رپورټ کې د مجرمانو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوې خو ویل شوي چې هغوي باندې تور ؤ چې په سوشل میډیا یې د سپکاوي مواد خپاره کړي اؤ ددغو تورونو پر اساس پرې د اېف آي اې سایبر کرایم څانګې مقدمه درج کړې وه.

د اسلام اباد ضلعي محکمې ویلي چې دواړه مجرمان د خپلو سزاګانو پرضد یوه میاشت کې دننه،دننه اسلام اباد هایکورټ ته اپيل کولی شي.

deewa


تر دې وړاندې په ۲۵مه جنورۍ هم د راولپنډۍ یوې ځایي محکمې په سوشل میډیا دمذهبي کرکې د خپرولو په مقدمه کې څلورو مجرمانو ته د تېزندۍ سزا اورولې وه.

کومو مجرمانو ته چې د تېزندۍ سزاګانې اورول شوې وې، د هغوي نومونه رانا عثمان، اشفاق علي، سلمان سجاد اؤ واجد علي ښودل شوي وؤ اؤ پاکستاني رسنیو دعوه کړې وه چې هغوي په سوشل میډیا مذهبي کرکې خورولې.

همدا شان تېر کال په ۱۹م ستمبر هم پاکستان کې یو عدالت په سوشل میډیا د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په جرم د شګفته کرن په نوم یوې ښځې ته د پیکا قانون لاندې د تېزندۍ سزا اورولې وه.

په پاکستان کې د مذهب سپکاوی یوه حساسه معامله ګڼل کیږي چې په قانون کې یې سزا مرګ ده خو تر اوسه په دې هیواد کې هیچاته هم لا د مذهب د سپکاوي په تورونو د عدالتونو لخوا د تېزندۍ اورول شوې سزا عملي شوې نه ده.

البته د مذهب د سپکاوي په تورونو تورن ګڼ شمیر کسان تر دې دمه د عدالتونو نه پشي شا پاریدلو کسانو پخپل سر وژلي دي.