د خېبرپښتونخوا د اثار قدیمه محکمې ویلي د صوبې په نویو قبایلي ضلعو کې به په تاریخ کې په لومړي ځل د پخوانیو اثارو د لټون کوښښونه پېل کوي.
د وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې د اثار قدیمه د څانگې مشر عبدالصمد وویل د پاکستان د جوړېدو راهسې په قبایلي سیمو کې د لرغونو اثارو د موندلو کار نه و شوی خو اوس صوبايي حکومت د دې مقصد دپاره درې مېلین روپۍ ټاکلي دي.
عبدالصمد وویل تېرکال د خبېر ضلعې په جمرود تحصیل کې په محدوده کچه د پخوانیو اثارو د لټون کار شوی و چې پکې ١٣٠ لرغوني اثار وموندل شول. هم دغه رنگ هغه وویل امکان دی چې په نورو قبایلي علاقو کې به هم گڼل شمېر پخواني ځایونه او اثار وموندل شي.
د اثار قدیمه د څانگې مشر عبدالصمد
عبدالصمد وویل په ابتدايي توگه به په قبایلي سیمو کې د اثارو لټون کولی شي او بیا به هلته د عجایبخانو او د سیاحت دپاره د اسانتیاو برابرولو کار کېږي.
د سیاحت یا سېلگري په نړیواله کچه یو صنعت دی چې د سیاحت دپاره مشهورو سیمو په اقتصاد کې اهم کردار ادا کوي. ماهرین وايي خېبرپښتونخوا کې که یو خوا لکه سوات په رنگ د قدرتي ښکلا مرکزونه دي نو بلخوا پکې په لویه شمېره کې د پخوانۍ اثارو ځایونه هم شته چې سېلگري ځان ته راکښ کولی شي.
د خېبرپښتونخوا د اثارقدیمه د محکمې مشر عبدالصمد سره د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه مرکه دلته اوریدی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
په قبایلي ضلعو کې د اثار قدیمه لټون