د پاکستان په مومندو قبائیلي سیمه کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال مکرم خان عاطف طالبانو په شبقدر کې د خپل کور سره نزدې په جومات کې وژلی دی.
د مکرم خان خپلوان او عیني شاهدین وائي چې هغه د کور سره نزدې جومات کې د ماښام مونځ کولو چې ډزې پرې و شوې. حمله په موټر سائیکل سوارو دوه کسانو کړې ده.
ددواړو حمله کونکو مخونه پټ وو.
مکرم خان په ژوبل حالت کې د پېښور لېډي ریډینگ هسپتال ته ورسول شو خو نوموړې هلته په حق ورسیدو. د طالبانو ویاند احسان الله احسان ځېنو خبریالانو ته په ټیلي فون ویلي چې مکرم خان عاطف دوي وژلی دی.
مکرم خان ته په تېر وختونو کې هم د تندلارو د لاسه دړکې ترلاسه شوی وې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان په یو بیان کې د مکرم خان عاطف وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده.
د پاکستان قبایلي سېمو د خبریالانو تنظیم ټرائبل یونین اف جرنلسټس د پاکستان حکومت نه د مکرم خان عاطف د وژونکو د نیولو غوښتنه کړې ده. قبایلي خبریال سېلاب محسود د حکومت نه غوښتی چې د مکرم خان عاطف قاتلانو ته دې سزا ورکړل شي هغه زیاتوی د قبایلي سېمې خبریالان خوندي نه دي.
د صحافت د ازادۍ او د صحافیانو د تحفظ نړې وال تنظیمونه پاکستان د خبریالانو د پاره د نړۍ په خطرناکو هیوادونو کې شماري چرته چې څېړونکي وائي صحافیان نه یواځې د وسله والو تندلارو د طرفه د دړکو او وژنو سره مخامخ کیږي بلکه امنیتي او د استخباراتي ادارو لخوا هم خبریالانو د پاره په آزادانه توگه د خپلې دندې ترسره کولو کې مشکلات رامنځته کیږي.
په امریکا کې میشته د صحافت د ازادۍ غیر سرکاري ادارې کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټیس کال ٢٠١٠ د صحافیانو د وژنې په بنیاد پاکستان د نړۍ تر ټولو خطراک هیواد گرځولی دی هغه کال کې ١٢ خبریالان وژل شوې وو
طالبان : د ډیوه ریډیو خبریال مکرم خان عاطف مو وژلی دی
طالبان : د ډیوه ریډیو خبریال مکرم خان عاطف مو وژلی دی