د پاکستان نوي نقشې په سر په سېنټ کې په حکومت سخت ټکونه وشول

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېڼتر عثمان کاکړ وویل پاکستان د تېرو ۷۰ کلونو راهسې د کشمیر فتح کوولو خبره کوي خو د کشمیر پرځای د پاکستان امنیتي ادارې په قبایلي ضلعو، بلوچستان، کراچۍ او د ملک په نورو برخو قابو مومي

په سېنټ کې د حزب اختلاف ګوندونو د پاکستان نوي سیاسي نقشه د پېښ کوولو په سر د وزیراعظم عمران خان په حکومت سخت ټکونه وکړل.

د پاکستان پیپلزپارټۍ سنټر رضارباني وویل کابېنه نه بلکې پارلیمنټ د دا ډول قامي او نړیوالو موضوعاتو سره تړل شویو مسلو په اړه د فېصلو اختیار لري.

سېنټر رباني وویل نوي وړاندې کړی شوي نقشه په حقیقت کې هغه زړه نقشه ده چې د مخکې نه د ۵۰ پېسو په سیکه جوړه ده.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېڼتر عثمان کاکړ وویل پاکستان د تېرو ۷۰ کلونو راهسې د کشمیر فتح کوولو خبره کوي خو د کشمیر پرځای د پاکستان امنیتي ادارې په قبایلي ضلعو، بلوچستان، کراچۍ او د ملک په نورو برخو قابو مومي.

په سېڼت کې د حزب اختلاف نورو غړو هم د حکومت په نوي نقشه تنقید وکړو.

وزیراعظم عمران خان د نهې، سه شنبېو په ورځ د پاکستان نقشه وړاند کړه چې ورته د ملک نوي سیاسي نقشه وویل شوو. هندوستان وویل د پاکستان په دغه نقشه کې د هندونستان د انتظام لاندې کشمیر، لخدا، جمو او د ګجرات ریاست جونا ګړ د پاکستان برخه ښودل شوي دي.

د پاکستان د حکومت رسمي ټویټر کې ورکړل شوی نوې سیاسي نقشه کې د هندوستان تر کنټرول لاندی کشمیر د لانجمنې سیمې په توګه یاد شوی او وایي چې د یادی سمیې فیصله به د ملګرو ملتونو د قرارداد ترمخه کېږي.

هندوستان ټاېمز ورځپاڼې د ‌رپوټ ترمخه د هندوستان خارجه وزارت د پاکستان نوي نقشه رد کړی. وزارت په مختصر بیان کې ویلي د هندوستان په ګجرات ریاست، د جمو، کشمیر او لداخ په علاقو د پاکستان د ملکیت دعوې په سیاسي توګه بې منطقه او لاحاصله دي.د هند خارجه وزارت وویل د پاکستان د "خندا وړ" دعوې نه خو قانوني حېثیت او نه په نړیواله کچه کوم ځای نیسي.

پاکستان دغه نقشه په داسې حال کې وړاندې کړه چې یو کال مخکې هندوستان په خپل ایین کې بدلون دلارې د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي حېثيت ختم کړو. پاکستان د هندوستان د دغه ګام مخالف دی.

د پاکستان په نوي نقشه کې پخوانۍ فاټا د خیبر پښتونخوا صوبه کې ښودل شوې ده.