دجمعې په ورځ دبلوچستان دامنيتي وضعې په اړه ديو کيس داوريدنې په مهال دپاکستان مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دبلوچستان دفرنټئير کور دانسپکټر جنرل ميجر جنرل عبيدالله خټک، اټارني جنرل عرفان قادر او ددفاع دسکترې نرگس سيټهي په غيرموجودگۍ دناخوښۍ څرگندونه کړې ده.
دمحکمې دنننۍ کارروايۍ په مهال دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني هم موجود ؤ.
دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ چې په جسټس افتخار، جسټس خلجي عارف حسين او جسټس جواد ايس خواجه مشتمل ؤ دبلوچستان بار ايسوسي ايشن لخوا په بلوچستان کې دبشري حقونو دسرغړونو او تښتونو په اړه دجمع کړل شوي درخواست اوريدنه کوله.
داوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وويل دکله راهسې چې کارروائي پيل شوې درې کسان پورته کړل شوي او درې هاغه نور کسان چې دکيسونو اوريدنه يې روانه وه وژل شوي اؤ مړي يې ترلاسه شوي دي.
جسټس افتخار وويل ددې څخه به زياته دقانون خلاف ورزي څه وي چې دکومو کسانو دراپيدا کولو وينا چارواکو ته شوې وه هغوي وژل شوي.
هغه دصوبائي وزير مير صادق علي عمراني دهاغه بيان حواله هم ورکړه چې پکې هغه وئيلي وؤ دخلکو په وژنه کې ايف سي لاس لري او جسټس خلجي وويل چې ايا ځينې عناصر دمحکمې دويرولو هڅه کوي.
جسټس خلجي زياته کړه مونږ ددې څخه هم خبر يو چې دقانون نافذونکو ادارو ځينې کسان هم ورکيږي خو دا چاته دا اجازه نۀ ورکوي چې قانون پخپلو لاسونو کې واخلي.
چيف جسټس وويل بايد چارواکي هاغه کسان محکمې ته وړاندې کړي کوم چې دحالاتو ذمه وار دي گنې دبلوچستان ائي جي ايف سي خټک به ذمه وار گرځولى شي.
د کارروايۍ په مهال دانټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) او ملټري انټلي جنس( ايم ائي) وکيل راجا محمد ارشاد وويل د مليشه ځواکونو يا ايف سي مشر په ايران کې دى چې په دې محکمې دناخوښۍ څرگندونه وکړه او وې وئيل بايد هغه په سمدستي توگه هيواد ته راوغوښتل شي.
چيف جسټس داخله سکتر هم راوغوښتو او وې وئيل چې بايد بلوچستان سره دپاکستان ديوې برخې په توگه سلوک وکړى شي.
جسټس افتخار دداخله سکتر خواجه صديق اکبر څخه دايف سي دکردار په حواله وپوښتل” تۀ دبلوچستان ائي جي ايف سي ولې نۀ شې معطل کولى“
همدغه راز داوريدنې په مهال داټارني جنرل په غيرحاضرۍ چيف جسټس وويل” اټارني جنرل ولې بدلؤل نۀ دي پکار“
له دې وروستو اوريدنه دجون تر 4مې نيټې پورې وځنډول شوه.
پخپله تيره اوريدنه کې جسټس افتخار وئيلي وؤ که چرې په بلوچستان کې دبحران دهوارولو لپاره وزيراعظم په سمدستي توگه په موثره گامونو اخستو کې ناکامه شو نو قانون به خپل کار وکړي، هغه په ائين کې دايمرجنسي دنفاذ يادونه هم کړې وه.