پاکستان وايي ايي اېم اېف به رضا کول وي، د بشري حقونو تنظيم ترې غوښتنه کوي ولس ته بجلي ارزانه کړئ د بشري حقونو د څار تنظيم هيومن رايټس واچ په ايي اېم اېف غږ کړی د پاکستان ولس ته دې د بجلۍ په نرخونو کې کمی راولي چې د دې بنيادي انساني ضرورت په رسولو کې د حکومت مرسته وشي.
دا مهال په پاکستان کې د بجلۍ په قيمت او په دې باندې د لګول شوؤ ټېکسونو له کبله د لوړو بېلونو پرضد هېواد کې ولسي احتجاج روان دی او د خالي په ورځ د سوداګرانو مرکزي اتحادېې هم په ګرد هېواد کې د کاربنديز او مظاهرو اعلان کړی دی
قانون پوهان: د عمران خان په توشه خانه مقدمه کې ورکړل شوې سزا معطل کړل شوې ده خو لا ختمه شوې نه ده د اسلام اباد هاى کورټ د توشه خانه په قضيه کې د اټک په زندان کې د بندي پخواني وزیر اعظم عمران خان سزا ځنډولې ده او د هغه د خوشي کولو امر يې کړی دی.
د اسلام اباد هايې کورټ د توشه خانې په قضيه کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان د سزا خلاف خواست باندې اورېدنه يو وارې بيا تر ګل ورځې پورې ځندولې ده عمران خان دا مهال د اټک په جېل کې بندي دي. تفصيل له اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې رپورټ کې.
اقتصاد پوهان وايي پاکستان کې تېل [پټرول او ډيزل] ګران کړی شو، او ورسره د امریکايي ډالر په مقابله کې روپۍ پرله پسې خپل قدر بايلي، له امله به یې ګراني نوره سېوا شوي او روپۍ به نور قدر وبايلي.
اقتصاد پوهان: د ايي اېم اېف له قرضې سره به په ملک کې نوره ګراني راځي د پاکستان د شمارياتو محکمې ويلي تېره اونۍ د 29 خوراکي توکو نرخ سېوا شوی او په دې کال کې د ګرانۍ کچه 30% ته رسېدلې.
نړيوال مطبوعات وايي، خليجي هېوادونه په پاکستان کې د اربونو ډالرو پانګونې ته تیار دي پدې لړ کې د پاکستان طاقتور پوځ د خليجي هېوادونو لپاره د کان کيندنې او توانايې په برخو کې د برخې اخېستلو په موخه لارې اسانوي. تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په راپور کې.
پاکستان کې د اوسني حکومت د مودې ختمېدو وروسته د نوو انتخاباتو په حواله تاوده بحثونه روان دي د حکومت ځینې وزيران وايي راتلونکي انتخابات روان کال او ځينې وايي انتخابات کېدل وخت اخستی شي.
د اسلام اباد ضلعي عدالت د توشه خانې په قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان ته د دريو کالو بند او يو لک روپو جرمانې سزا اورولې ده. عمران خان په ټوېټر ويلي چي هغه دا مبازره د هغه په وينا د پاکستانيانو د اولادونو د ښه راتلونکي لپاره کوي.
پاکستاني څېړونکو د واکمنو طالبانو دا خبره ناسمه بللې چې د پاکستان مخالف د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې نه شته کارپوهان وايي، که د افغان طالبانو ډلګۍ له پاکستان سره ښې اړیکې ساتل غواړي نو د امنیت په اړه د پاکستان ستونزې به له منځه وړي. تفصيل له اسلام اباد نه د ارشد حسین په راپور کې.
د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ويلي، چين اسلام اباد ته ورکړې د 2.4 اربو ډالرو د قرضې ستنولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځولې ده. خو په ملک کې ګراني نوره سېوا شوې ده.
د پاکستان د پارليمان غړو د پارليمان د سپکاوي ضد جوړ مجوزه قانون پرځای او د وخت د غوښتنو سره سم ګرځولی دی خو ځينې غړي بيا په دې اعتراض کوي او وايي باید پارلیمان او غړي یې د خپل ښه عمل د لارې ولس د پارليمان درناوي کولو ته مجبوره کړي.
د پاکستان سپريم کورټ په پوځي عدالتونو کې د مي د نهمې پېښو په تور کې د نيول شویو عادي خلکو د مقدمو چلولو پرضد د خواستونو د اورونې پر مهال ویلي، د سپريم کورټ له خبرولو پرته دې په پوځي عدالتونو کې د ملزمانو ټراېل پېل نه کړای شي.
د پاکستان حکومت د ملک د معاشي بحالۍ قامي منصوبه تېاره کړې ده چې مقصد يې هېواد کې سرمایه کارۍ ته وده ورکول دي. پدې لړ کې د پرتو خنډونو لېرې کولو لپاره د سرماېه کارې د اسانتياو يو ځانګړې کونسل هم جوړ شوې دی. څېړونکي ددې منصوبې د کاميابې په اړه څومره خوشبينه دي؟
عايشه غوث بخش: د پاکستان سره وخت کم دی او غواړي د ايي ايم ايف نه پور زر تر زره واخلي د پاکستان حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف سره د ځنډ ښکار شپږ بيلين ډالرو د پور اخستلو ستونزه زر تر زره حل کول غواړي.
اقتصاد پوهان وايي، د حکومت لخوا د اقتصادي چېلنجونو دپاره د ځانګړې پانګونې د اسانتياو کونسل [سپېشل انوسمنټ فيسيلټېشن کونسل] جوړول غوره پاليسي ده، خو پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چېنلجونو دپاره سمدستي لاره لټول پکار وو.
پاکستان د ايي ايم ايف غونډو ته نه دی بلل شوی د نړيوالې مالي ادارې د انتظامي بورډ د جون د 29 نېټې د غونډو مهال وېش اعلان شوی خو پاکستان پکې يوې غونډې ته هم نه دی بلل شوی. پاکستان د ايي ايم ايف پور ته سخته اړتيا لري او د ادارې سره شوې لوظنامه يې د جون په اخري نېټه ختميږي.
نور کتل