دمديرانو نړیوال نېټ ورک او دمطبوعاتو د ازادۍ لپاره د کار کوونکو صحافيانو نړیوال تنظیم انټرنیشنل پریس انسټيټوټ پاکستان کې د مېډیا د انتظام په مجوزه حکومتي ارډیننس پاکستان میډيا ډویلپمنټ اتهارټي سخته فکر مندي ښودلې ده.
دترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو دناقانونه پیسو په لیږد دڅار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف سيمه ایزې ډلې اېشيا پسفک ګروپ په خپله وروستۍ ارزؤنه کې پاکستان د پرمخ تللي تعقیب په نوملړ کې پرځائ ساتلی.
لاهور هايکورټ دمذهب دسپکاوي د تورونو لاندې د اوو کالو راهیسې دبندي عيسوي ښخې اؤ خاوند شفقت اېمنيول او شګفته کوثر د مرګ په سزا عمل درامد ایسار کړی او دواړه یې بري کړي دي.
دپاکستان او امریکا دقامي سلامتيا مشرانو په جنېوا کې د يوبل سره شوې لېدنه کې د دوه اړخیزه چارو ترڅنګ د اقتصادي همکارۍ په معامله هم خبرې اترې کړي او مطبوعات وايي احتمال شته چې امریکا پاکستان سره د اقتصادي همکارۍ د زياتولو او پاکستان کې د سرمايه کارۍ ډاډګیرنه وکړي.
راپورونه وايي چې د حکومت او مالياتي ادارو د اندازو برعکس روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ کچه 3.94 فيصدى پاتې شوې ده چې د تېر مالي کال د 0.47 فيصدي په مقابله کې ښکاره اضافه ده.
پاکستان کې څېړونکو د هېواد په قامي اسمبلۍ کې د مذهبي ډلې جماعت اسلامي دغړي مولانا عبدالاکبر چترالي هغه بيان ته سخت غبرګون ښودلی چې پکې یې د اسرايل پرضد د جهاد اعلانولو او د هېواد د ايټمي وسلې کارولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان چارواکي وايي د هېواد اقتصاد د ودې اړخ ته روان شوی دې وړتیا لري چې د نړیوالو اقتصادي ننګونو باوجود د شپږ فيصدي حساب سره په راتلونکو پينځو کلونو کې وده وکړي.
څېړونکي دافغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د تېرې جمعې په ورځ د قطر سرښار دوحه کې شوې خبرې اترې د اتوؤ میاشتو راهسې دځڼډ ښکار بېن الافغاني مذاکراتو اړخ ته ستر پرمختګ ګرځوي او وايي له دې لېدنې وروسته احتمال پېدا شوی چې دامن خبرو کې نور هم پرمختګ وشي
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا او برتانيه د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي همکارۍ ته د ودې ورکولو په موخه د يوې امنيتي لوظنامې یا تړون لاسلیک کولو دپاره هلې ځلې کوي.
د تجارت لپاره دپاکستان د وزير اعظم عمران خان سلاکار عبدالررزاق داؤد ویلي چې د روان مالي کال 2021م په لمړو لسو میاشتو کې امریکا ته دپاکستان په برامداتو کې 29 فيصدي اضافه شوې ده او ددې حجم 4.1 بيلېىنه ډالرو ته رسېدلی دی.
پاکستان کې د تېر يو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور 118 کسان مړه شوي او نورو 3785 کسانو ته ددې وايرس د ورپورې کیدو پخلی شوی دی.
د پاکستان مرکزى کابينې په هېواد کې د صحافيانو او د میډيا د کارمندانو د تحفظ او په زوره د خلکو د بې درکې عمل د جرم ګرځولو په اړه دوه مهمې قانون مسودې منظورې کړې دي.
د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې پاکستان د نړیوال مالياتي ادارې ایي ایم ایف څخه دپور اخستنې دپاره دجوړې کړل شوې ځاندرې څخه نه وځي خو ددې په طريقه کار کې به بدلون راوستل کیږي.
اېچ ار سي پى پدغه رپورټ کې وايي، د حکومت د بېنظير انکم سپورټ او د احساس پرورګرام د وبا د مخنيوي په تګلاره کې شاملولو سره کېدې شي چې په زرهاو کورنۍ د غربت ژورې کندې ته د پرېوتو څخه بچ شوې وې خو دا پروګرامونه د غريب پلوه او مضبوطې تګلارې يو اړخ کېدې شي
رپورټ کې راغلي چې د مئ کال 2020م نه اپریل 2021م پورې د صحافيانو پرضد 27 مقدمې درج شوې دي او هم دې موده کې شپږ خبريالان وژل شوي هم دي.
پاکستان کې خپلواکې غېر دولتي ادارې انسټيټوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ په خپل يو رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د کال 2020م په مهال د انټرنيت ازادي اغېزمنه شوې ده.
دپاکستان د مرکزي بېنک د شمېرو تر مخه د کرونا وبا د اغېزو له کبله د روان مالي کال په لمړيو نهو میاشتو کې دپاکستان د خپلو نهو سیمه ايزو هېوادونو سره برامداتو کې 5.7 فيصدى کمی راغلی دی.
د کال 2021 لپاره د صحافتي ازادۍ د درجه بندۍ په اړه خپل تازه رپورټ ار اېس اېف وویل په پاکستان کې د مېډیا د ازادۍ صورتحال داندېښممنۍ وړ دی او د نړۍ د 200 هېوادونو په فهرست کې د پاکستان د تېر کال په څېر سږکال هم په 145 نمبر وو
نور کتل