په موسمي بدلون نظر لرونکی خبريال اصف مومند وايي پاکستان په خپل دغه مقصد ترلاسه کولو کې کامياب شو خو اوس پکار ده چې د دغو فنډونو د مصرف کولو د پاره کوټلې تګ لارې جوړه کړي
د خېبر پښتونخوا پوليسو لخوا جاري شوو شمېرو کې ويل شوي د روان کال د جنورۍ د مياشتې نه تر نومبر مياشتې پورې 105 پوليس اهلکار وژل شوي دي او بېلابېلو پېښو کې109 عسکر ټپيان شوي دي، تر ټول زيات 16 پوليس عسکر د اپرېل په مياشت کې وژل شوي دي
د وزير اعلا د دورې په اړه د حکومت مخالفه ګوند ځايي سياسي کارکن نثار باز وايي وزير اعلا د ګڼو هغه منصوبو پرانستې کړې دي چې د ايف سي ار په وخت کې پېل شوې وې، او د هغې فنډونه به د وفاق نه ورکړى کيدل
په خېبرپښتونخوا کې د امن او امان د صورتحال په اړه دقامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ وایي دترهګرۍ پېښې دصوبې بیلابیلو برخو ته په چټکتیا سره خوریږي اؤ که چرې دمخنیوي لپاره یې په وخت موثر ګامونه وانه خستل شي نو دا یو سنګین صورتحال رامنتځته کولی شي
د قبایلي ضلعو ټېکداران وايي، د حکومت لخوا ورته د روانو ترقیاتي کارونو لپاره پیسې نه ورکول کېږي چې له امله یې دوی خپل کارونه درولي دي.
د صوبې د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه يوې خبرې غونډي ته ويلي وفاقي حکومت ته د صوبې يوسل اتلس اربه روپۍ ورکول دي، په دې کې د بجلۍ په مد کې يو شپيته اربه،د قبايلي ضلعو څه کم ديرش اربه او د اېن ايف سي ايوارډ په مد کې اوويشت اربه روپۍ ورکول دي
د سینیټ د قایمه کميټۍ مشر سینیټر هلال الرحمان ډيوه ته وويل د دوي په خيال دې پروژو کې مالي غبن شوی دی، ځکه يې نېب ته خط ليکلی دی او غواړي چې پلټنې یې وشي
په پاکستان کې د تبې او دردونو په مهال خوړونکو پېناډول ګولو پېداوار بند کړی شوی دی، د دې ګولو يا دوايۍ جوړونکې کمپنۍ "جي اېس کی" په وروستيو کې په يو بيان کې ويلي په دې دوايۍ جوړولو يې خرڅ زيات راځي او د کمپنۍ دپاره دغه دوايي جوړول جاري ساتل ممکن نه دي.
څيړونکي وايي په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد نظام (نېکټا) بيا فعالولو پريکړه به عام ولس ته د بد امنۍ دمخنيوي په اړه ډاډ ورکړي خو د سيمي خلک وايي نېکټا وړاندې هم موجود وه، ترهګري کيده او د امنيتي ادارو لخوا خلک هم ځورول کېدل، بايد حکومت د بدامنۍ ضد کلک ګامونه پورته کړي.
په نړیواله کچه د تعلیم مبارزه او نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په خپله پلارنۍ علاقه سوات کې يې پرون د سکول په ګاډي بريد شوی، د ګاډي ډرايور پکې وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی دی. د سيمې خلک وايي د ملاله نه تمه لري چې د سيمې په امنيت به د واکمنو سره خبره وکړي.
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پېښواندېښنه څرګنده شوې او د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو د احوال غوښتنه شوې ده. دا بحث په داسې حال کې شوی چې په وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د ټي ټي پي لخوا د بريدونو سېوا کېدو د خبرداري ويلي دي.
نور کتل