څېړونکي وايي، باچا خان بابا په پښتنه سیمه کې د عدم تشدد بنسټګر او لارښود و د ملګروملتونو لخوا د اکټوبر دوهمه نېټه د عدم تشدد د ورځې په توګه لمانځل کېږي او پوهان وايي، په نړیواله کچه اوس هم د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد فلسفې ته په درنه سترګه کتل کېږي. تفصیل د ارشد مهمند په راپور کې.
د پېښور صرافۍ بازار د سپټمبر د اومې راهیسې بند دی د پاکستان د پوځي چارواکو د اعلان سره سم وفاقي ادارې اېف ای په پېښور صرافه بازار چاپې وهل شروع کړي چې د دوی په وينا د ډالر غيرقانوني کاروبار ودروي او افغانستان ته د يادې کرنسۍ د قاچاق مخه ونيسي.
د پښتونخوا د نویو ضم شویو ضلعو خلک وايي مات ګوډ جمهوريت د اېف سي ار له تور قانون نه ښه دی د پخوانیو قبايلي سيمو اوسيدونکي وايي په نویو جوړو شویو ضلعو کې د ايف سي ار په مقابله کې جمهوري نظام ورځ تر بلې پياوړی کېږي.
د پاکستان خارجه وزارت له پاکستاني طالبانو سره د افغان طالبانو د مرستې په اړه کوم غوڅ دریځ نه لري
د قرضونو ډکې پښتونخوا صوبې ته د څلورو مياشتو موقتي بجټ منظور کړل شو د پښتونخوا موقتي حکومت د څلورو مياشتو د پاره د ۲۶۲ بيلين روپو بجټ منظور کړی خو صوبه دا وخت د بيلا بيلو مالياتي ادارو څه د پاسه ۴۵۰ بیلینه روپو قرضدارې ده.
په پېښور کې مېشت افغان سوک وهونکی وايي، د سیالیو پر وخت ورسره ډېر توپیري چلند کېږي د زېن العابدین په نامه یو افغان ځوان چې په پېښور کې د سوک وهنې (باکسینګ) تمرینونه کوي وايي، دا یې ارمان دی چې د افغانستان درې رنګ ملي بیرغ په نړیوالو ډګرونو کې ورپوي خو دا چې کډوال دی دا چانس نه لري.
ډالر په پاکستان کې روپۍ بې ارزښته کړې او د سرو زرو بيعې ډېرې ختلې دي د سرو زرو نه يواځې د سينګار قيمتي کالي نه جوړيږي بلکې دا د شتمنۍ خوندي ساتلو يوه د ډاډ وړ پانګه هم وي.
څېړونکي وايي د ترهګرۍ دا لړۍ د نور کله په نسبت تېزه ده او ړومبی هدف يې امنيتي ادارې دي۔ حکومتي چارواکي وايي د ترهګرۍ پېښې د زغملو نه دي او د مخنيوي د پاره يې ګامونه پورته کوي خو ولس ترې مطمين نه ښکاري. تفصيل د ارشد مومند په رپوټ کې
پېښور کې د نهې/ سه شنبې په ماښام بې درکه شوې شپږ کلنې ماشومې مړی موندل شوی دی. خپلوانو یې ويلي د ماشومې مړی یې په داسې حال کې موندلی چې تېزندي ورته اچول شوې وه.
په شته مېړونو کې کونډې: د کال 2014 راهيسې د خپلو سړو د راتلو لارې څاري د ګل پري نه ګېر چاپېر د خپلې کورنۍ د بې درکه کسانو بې اسرې بچي او بدحاله ورندار ناسته ده. د ګل پري په څېر د سلګونو کورنيو خپل خپلوان بې درکه دي او د مړه ژوندي درک يې نشته.
"زمونږ بچي که ژوندي وي او مړه کړي يې نه وي رادې یې کړي او که مړه کړي يې وي قبر دې راکړي هډوکي دې یې راکړي مونږ ترې [د حکومت نه] دغه غواړو، د خوار غريب بچي ورکيږي د مالداره بچي کله هم نه ورکيږي". د مومندو د بې درکه زوي مور سيد پري دغه خبرې وي او اې ډيوه ته په ژغوړني غږ کې کړي دي.
د بشري حقونونو کارکونکي وايي په پاکستان کې اوس هم خلک په زور بې درکه کيږي. د دوي په وینا دا خلک په غیر قانوني توګه په حراستي مرکزونو کې ساتل کېږي او دغه عمل د بشري حقونو پر ضد دي. د دغو بې درکه کسانو د کورنيو غړو ژوند څه ډول تيريږي؟ تفصیل د ارشد مهمند په راپور کې.
د پاکستان په سېلابونو کې اغېزمن شوي خواجه سرا وايي، له دوی سره مرسته نه کېږي په پاکستان کې په کال ۲۰۲۲ کې د اګست مياشت په اخري اونۍ کې سيلاب راغلې و چې په سلګونو زره خلک يې اغېزمن کړي وو.
د فاټا ټربيونل د فعاله کولو د اعلاميې وروسته وکیلان يا قانون پوهان وايي، د القاعده د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په نيولو کې او د وسله والو ډلو سره په مرسته تورن د ډاکټر شکيل اپريدي قضيه به بيرته په فاټا ټربيونل کې اورېدل کيږي.
د دولسم اګست کال 1948 په بابړه کې د پښتنو د قتلان د سترګو ليدلی حال د چارسدې ضلعې په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو په جلوس د هغه وخت وزير اعلی قيوم خان د ډزو حکم ورکړی و. د ډزو په سر کې چې کله بيرغ وړونکی سپين ملنګ ووژل شو نو دوران شاه نومې خدايي خدمتګار بيرغ پورته کړو خو هغه هم ووژل شو.
د جولای د میاش په 30مه په باجوړ کې د يوې سياسي غونډې په مهال ځانمرګی بريد کې د تر 63 پورې کسان وژل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه
په خیبر پښتونخوا کې د وژل شوو پوليس اهلکارو د کورنيو ژوند څنګه تيږي؟ په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې په لسګونو پوليس وژل شوي دي چې له اکثرو یې يتيمان بچي او کونډې ښځې پاتې دي. د دوی د کورنيو غړي وايي، د ګټې وټې څوک نه لري او ژوند يې له کړاو سره مخ دي. تفصیل د ارشد مومند په راپور کې.
نور کتل