د نوي آرډینینس اؤ په صحافیانو زیاتیدونکي بریدونو غندنه په سېنټ کې د مخالفو ګوندونو هم کړې ده اؤ پیپلز ګوند سېنټرې شرې رحمان وئیلې دي دومره سنسرشپ د پوځي ډکټېټر ضیالحق اؤ پرویز مشرف په وخت کې هم نه و څومره چې موجوده حکومت کې روان دی
ار اېس اېف په پاکستاني مطبوعاتو نه یوازې د قدغنونو او سېنسرشپ ذکر کړی دی بلکې اداره وايي اوس د "سایبر هرېېسمنټ" یا د انټرنېټ او د سوشل میډیا د لارې د ناقدینو د ویرولو یو نوی رجحان شروع شوی چې پکې مېرمنې خبریالانې په خصوصي توګه حکومت پلوه او پوځ پلوه عناصرو په هدف کړي دي
برطانیي د پاکستان نامه د لوی خطر هیوادنو په نوملړ کې په داسې حال شامله کړې ده چې وړاندې نه د پاکستان نامه د رقم غیر قانوني ترسیل د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په خړنوملړ کې شامله ده
په احتجاج کې شامل طالب علمان وايي د تېرو پنځه وېشتو ورځو راهسې ورته یو حکومتي چارواکی هم نه دی ورغلې او نه ورته چا څه قسمه ډاډ ورکړی دی
پاکستان کښې دبې درکه تنانو د موندنې دپاره جوړ حکومتي کمیشن وئیلي دي چې تېره یوه میاشت کښې یې د بې درکه تنانو ۱۵۴ قضیې یا کیسونه هوار کړي خو په دې یوه میاشت کښې دخلکو دبې درکېو نورې ۱۴۴پېښې هم ثبت شوي دي.
د پاکستانۍ حکومتي ميډيا ای پي پي د شمېرو د مخه کمېشن ته تېر کال د اپريل مياشتې تر اخره 6674 کيسونه رپورټ شوي چې پکې 4544 فيصله شوي او زياتوي په فيصله شوو کيسونو کې د 3598 تنانو درک شوی چې په پوځي انټرمېنټ سنټرو او جېلونو کې دي او پاتې لا بې درکه دي
د حکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیګ ن يو ځل بیا په استخباراتي ادارو تور لګولی دی چې د سېنېټ په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید کامیابولو د پاره اثر استمالوي.
په اسلام اباد کې د زیاترو مظاهرچیانو تعلق د بلوچستان صوبې سره دی او په اسلام آباد کې د ډیرو ورځو نه په احتجاجي پرلت دي او وايي که چېرې ریاست بې درکه تنان نه شي موندلی نو د خیرخیریت یا بیا د مرګ خبر خو چې ورسره شریک کړي
د بلوچستان د بې درکه تنانو خپلوان چې اسلام آباد کې یې پرلت کړی او وایي حکومت دې په زوره بې درکه کړی شوی خلق رها کړي، د وزیراعظم عمران خان نه یې غوښتي چې بې درکه تنانو موندولو ضمانت دې دوي ته ورکړي. د اسلام اباد نه د ډیوه خبریال اورنګزیب خان رپوټ:
دې احتجاج کې شرکت د پاره د ګرد پاکستان نه سرکاري ملازمین اسلام آباد په لور روان دي او د دوی لارې نیولو د پاره اسلام آباد ته د داخلېدو ټولې لارې تړل شوي دي.
دکورنيو چارو دپاره دپاکستان د سينيټ قايمه کميټۍ جنسي تېريو کې ککړو مجرمانو ته په ډاګيز ډول د تېزندۍ د سزا ورکولو قانوني مسوده منظوره کړې ده
د پاکستان مرکزي حکومت د اسلام اباد هايکورټ ته باور ورکړی چې د ټولنيزو رسنيو په اړه نوو قوانينو ته به بيا کتنه وکړي.
د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي د پاکستان درې ورځنی سفر کړی چې پکې به نوموړی د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او نورو مهمو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دافغان جګړې دبرخې جوړیدو تر ټولو زیاتې خطرناکې اغېزې په پاکستان شوې دي اؤ دلته نن فرقه ییزې کرکې هم ددې جګړې میراث دی.
د جنرل مېلي ترجمانې وویل طالب استازو سره د امریکايي پوځي مشر دغه خبرې د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې د دواړو خواو ترمنځ د پوځې یا نظامي رابطو په چوکاټ کې وشوې
په بهر هېوادنو کې د مېشته پاکستانیانو د چارو په اړه د وزیراعظم صلاحکار زلفی بخاري په یو بیان کې وویل دی چې د هند اؤ اسرایل په ډاډ میډېا اؤ پاکستان کې اپوزیشن د دوی خلاف دا منفی پروپېګینډا کړې ده
نور کتل