په پاکستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو او پارلماني غړو ترڅنګ څېړونکي هم په دې باور دي چې د ترهګرو پرضد یو ځل بیا د پوځي عملیاتو پیلول به ترهګري کمه نه کړي. دوی وايي، که له پوځي عملیاتو سره د ترهګرۍ مسله حل کېدای شوه نو په تېرو وختونو کې خو هم عملیات شوي خو وروسته ترې ترهګري نوره هم ځواکمنه شوې.
ګرانۍ او تر څه حده په سوشل ميډيا د بايکاټ کمپين د ميوو په خرڅ او نرخ اغېزې کړي په پاکستان کښې سږ کال د ګرانې کچه په تیرو پنځوسو کالو کښې تر ټولو سیوا شوې ده چې نیغ په نیغه آغیز يې په خوارکي توکو کړی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.
د پاکستان حکومت وایي، د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ پرضد ګامونو په هکله په اړیکه کې دي او په افغانستان کې یې د ترهګرو د پټو ځایونو په اړه هغوی خبر کړي دي. څېړونکي وايي، د ترهګرۍ د مهار کولو لپاره باید پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او د مذاکراتو پر ځای دې د ترهګرو پر خلاف عملیات وکړي.
د پاکستان حکومت وایي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه په تماس کې دي او په افغانستان کې د ترهګرو د پټو ځايونو په اړه یې طالبان خبر کړي دي.
افغانه خبریاله فایزه زیرک په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان ته تللې. هغې د خپل ژوند د ستونزو او کړاونو په اړه د ډیوې خبریال اورنکزېب خان ته داسې کیسه کړې.
په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ وروسته د امریکې او پاکستان ترمینځه د ترهګرۍ ضد يو بل سره د مرستو په لړ کې په اسلام اباد کې خبرې روانې دي، او دې مقصد د پاره د امریکې يو پلاوی په پاکستان کې موجود دی.
کلداره نن د ډالر په وړاندې یو څه ښه شوې وه. څېړونکي وايي، تر څو چې له آی ایم اېف سره د پاکستان تړون باوري شوی نه وي نو د د ډالر بیه په په یوه حالت کې نه پاتې کېږي. پخواني وزیر مفتاح اسمعیل د ډالر په اړه د حکومت اوسنۍ تګلاره یو ټوکه ګڼلې او حکومت د نورې ګرانۍ اشاره هم ورکړې.
په پېښور کې د تېرې اونۍ د خونړي برید وروسته، د پاکستان حکومت ویلي، له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره په راتلونکو ورځو کې کابل ته یوه جرګه لېږي. څېړونکي وايي، دا مهمه ده چې په هېواد کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پاکستان د کور دننه ګوټلي ګامونه واخلي. د ډیوې د اورنکزېب خان راپور د افتخار حسین په غږ کې
څيړونکي وايي، پېښور کې د ترهګرۍ د پېښې وروسته سمدست بلکې د دغه پېښې نه وړاندې پکار وه چې حکومت د ترهګرۍ ضد ښکاره او کوټلې تګلاره وړاندې کړی وی. خو د حکومت لخوا د پېښور د پېښې وروسته راغوښتل شوی ټول ګونديز کانفرنس په دوېم ځل ځنډول شوی دی.
دجمعې په ورځ دسینیټ غونډه کې د جماعت اسلامي سېنیټر ښاغلي مشتاق احمد د یو شخصي ټیلي ویژن په پروګرام کښې د پاکستان تحریک انصاف ګوند دیو مشر فواد چوهدري لخوا پښتون قام پسې دشوې خندنۍ وینا معامله په سینیټ کښې راپورته کړې ده
د پاکستان سند صوبې په حېدر اباد ښار کې يو هندو تن د قران د سپکاوي په تور نيول شوی او بیا قهرجنو خلکو په تاڼه د ورختلو او دغه تورن تن ته د تاوان اړولو هڅه کړې خو پولیس وايي بچ کړی يې دي.
په داسې حال کې چې په ټولنیز رسنیو وزیرستان او سوات کې د طالبانو بیرته راتلو او فعاليتونو خبرونه مخې ته راغلي د پاکستان د کورینو چارو وزیر ويلي، پوځ د تحریک طالبان پرضد د جنګ مکمل صلاحیت لري خو ورسره مذاکراتو ته هم تیار دي.
د پاکستان د حکومت نه پس يوې غېر دولتي ادارې هم په خپل رپورټ کې ويلي، چې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان سره د پاکستان ریاست لخوا مذاکراتو باوجود دلته ترهګري سېوا شوې ده.
د پاکستان فیډرل ېونین آف جرنلسټس صدر شهزداه ذولفقار وي ا وای ډیوه ته ویلي د عمران خان په حکومت کې په صحافي ابصار عالم قاتلانه حمله شوي وه، په صحافي اسد علي طور په کور کې دننه تشدد شوی و اؤ صحافي مطیع الله جان د اسلام آباد نه تښتول شوې و
د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس اطهر من الله حکومت ته امر کړی ټول بې درکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او که چرې عدالتي حکم باندې عمل ونه شو نو بيا به وزیراعظم عدالت ته پېش کیږي.
نور کتل