په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو- چې د ملګرو ملتونو له ادارې یو.این.ایچ.سي.آر سره رجسټر دي- د اوسېدو رسمي موده د تېر ۲۰۱۷م کال د دیسمبر پر ۳۱مه پای ته ورسېده
رپوټ وایي چې د تشدد په پېښو کې تر ټولو زيات عام خلک په نخښه کړل شوي دي او د ٢٠١٦م کال په مقابل کې په ٢٠١٧م کال کې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې ٣٧ فيصده زیاتوالی راغلی
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي، امریکایي جنرل له پاکستانه وغوښتل، چې د هغو افغانانو په قابو کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد کاروي او د امریکایي جنرل په وینا دې کار د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان اغېز کمزوری کړی دی.
په دې ولسوالۍ کې تېر کال د پولیو ۵ مثبتې پېښې درج شوې دي، چې دا د نړۍ په یوه سیمه کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د امریکې استخباراتي ادارې د تېر کال د صدارتي ټاکنو تر ارزونې وروسته په دې نتیجه رسېدلې وې، چې روس په انتخاباتي کمپاین کې لاسوهنه کړې وه او هڅه یې کړې وه چې مېرمن هېلري کلینټن د ټرمپ په وړاندې ماتې وخوري.
د اواران سیمې د ووټ ورکوونکو شمېر ۵۷۶۶۶ دی، خو خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو چې په دې سیمه کې له انتخاباتو بایکاټ اعلان کړی وو، نو په ټاکنو کې د خلکو برخه یواځې ۱.۱۸ فیصده وه او ښاغلی بزنجو د ۵۴۴ ووټونو په اخیستو بریالی شو.
په پېښور کې د سیاسي ګوندونو، وکیلانو او مدني فعالانو له خوا بېلې- بېلې احتجاجي مظاهرې شوې دي، چې د زینب او برېښنا وژنه یې په کلکه غندلې او دا ډول پېښې یې د دې اسلامي هېواد پر مخ تور داغ بللی دی.
عمران خان د سه شنبې په ورځ په خپلو تازه ټویټونو کې وویل چې په رسنیو کې د ده د اولادونو او د بشرٰی بېګم د کورنۍ په اړه د خلکو تبصرو اندېښمن کړی او حیران دی چې آیا ده غلا کړې ده که څنګه چې د واده موضوع یې دومره زیاته څېړل کېږي
په پاکستان کې ۲۰۱۰م کال کې د منظور شوي قانون له مخې د ملازمت کوونکو ښځو په ځورونو تورنو مجرمانو لپاره درې کاله قید او ۵۰۰۰۰۰ روپۍ سزاګانې ټاکل شوي دي
په کوټه کې چاودنه په داسې حال شوي چې د صوبې اعلا وزیر ثنا الله زهري د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې ده. په صوبه کې سیاسي کړکیچ د وزیراعلا خلاف په صوبايي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک د وړاندې کیدو په نتیجه کې راپورته شوی و
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خپل ګوند د مشر نوازشریف په امر د سوموار په ورځ کوټې ته تللی او غوښتل یې چې هلته یوه غونډه را وبولي، خو دې غونډې ته د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو په شمول د مسلم لیګ (ن) ګوند هغو کسانو هم له ورتګه انکار کړی، چې د بې باورۍ د تحریک ملګري دي
دغه احتجاجي غونډه چې د پېښور پر (دله زاک) سړک شوې، د مذهبي ګوندونو سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی. غونډه د (تحفظ بیت المقدس) تر سرلیک لاندې شوې ده او ویناوالو یې د امریکې دا ګام په کلکه غندلی، چې بیت المقدس یې د اسرایلو پلازمېنه اعلان کړه. دوی ویلي چې د امریکې دا کار د فلسطین د ازادۍ خلاف دی
په اشتهار کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که دغو ډلو ته خیرات او صدقې ورکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي. د اشتهار په یوه برخه کې راغلي، چې ناقانونه اعلان شوو ډلو ته د مرسته او خیرات ورکوونکو کسانو جایدادونه به ضبط کړل شي
سرچینې وایي د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورۍ په اتمه یا نهمه بلوچستان ته لاړ شي او هلته به د خپل ګوند د وزیراعلی په ملاتړ یوه غونډه را وبولي
یو بل امریکايي څېړنکار جیف هیرس پر ټویټر لیکلي، چې پاکستان کله هم د اسلامي ترهګرو مرسته نه ده پرېیښې.
په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې (نی) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې په تېر کال کې یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خبریالانو په ضد د تشدد د پېښو ۱۴۱ مقدمې درج کړې دي.
دا اعلان تر هغه یوه ورځ وروسته کېږي، چې سپینې ماڼۍ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په "دوه مخۍ" تورن کړ او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړ، که غواړي د امریکې مرسته تر لاسه کړي، نو "باید نور څه هم وکړي".
د پاکستان د حکومت برعکس پاکستاني پوځ د ټرمپ د څرګندونو په اړه ډېر تېز عکس العمل نه دی ښودلی. د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د چارشنبې په ورځ ویلي، واشنګټن باید په دې پوه شي، چې د امریکې او پاکستان تر منځ غلط فهمۍ په سیمه خصوصاً په أفغانستان کې پر امنیتي حالاتو منفي اغېز کولای شي
نور کتل