صحافي تنظيمونه او سياسي ګوندونه وايي د کوټې پریس کلب ته د ضلعي انتظاميې حکمنامه غېر قانوني او د اظهار د آزادۍ ضد ده چې وایي د غونډو اجازت به اخلي، وایي دوی ته دا په هیڅ ډول هم منظوره نه ده، خو حکومت وايي د وخت ضروت دی ځکه يې داسې کړي. تفصیل د حٖفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د ليويز چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي، چې تېره شپه په قلات کې په مختلفو وسله والو بريدونو کې څلور د ليويز او يو پوليس اهلکار وژل شوی، او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي
د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز پخواني مرستیال سمیع سادات په خپله فيس بک پاڼه ليکلي، "ډیر په خواشینۍ سره میېخبر تر لاسه کړ، چی زما ملګری او د وطن با عزته مبارز قومندان صاحب برات نن سهار کوټه پاکستان کې د طالبانو "د تروریستي برید له کبله شهید کړای شوی، الله تعالا دې شهادت قبول کړه غچ دې اخلم وروره
د پاکستان د نورو صوبو په څېر په نارامه بلوچستان کې هم په حکومتي کچه د هېواد د ازادۍ ورځ لمانځل شوې خو په صوبه کې د حقونو لپاره د احتجاجونو لړۍ او د ناامنۍ وروستیو پېښو په یاده ورځ د خفګان او محرومۍ سیوری غوړولی وو. حفیظ الله ستوري شیراني له ځینو څېړونکو سره خبرې کړې دي:
دمستونګ د مرستيال کميشنر د سيمع الله آغا په وينا، ضلعې چيئرمېن او ډپټي کمشنر پنجګور كوټې ښار ته ګډ په خپل موټر کې روان وو چې د كوټې او کراچۍ تر ميان پر لويه لار د مستونګ ښار په کډ كوچه كنډ عمراني سيمه کې په نخښه شول۔
د اتوار په سهار د کوټې سرياب سړک باندې د اېف سي پر چوکۍ لاسي بمي بريد کې درې اېف سي عسکر ټپي شوي وو. د پوليس چارواکو په وينا ټپي شوي عسکر د اېف سي روغتون ته وړل شوي چې حالت يې له خطرې بهر دی
د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د بلوچ يکجهتي کمېټۍ احتجاجي پرلت ختم شوی او وایي حکومتي پلاوي يې غوښتنې منلې دي. ماه رنګ بلوڅ وایي د غوښتنو منظورېدو وروسته به پرلت ختم کړي او تحريک به په منظمه ډول روان ساتي. تفصیل د حفیظ الله ستوري شېراني په رپوټ کې:
د پاکستان د پوځ وياند د اګست پر پينځمه بلوچ يکجهتي کمېټۍ د ترهګرو پراکسي او ملک غداره ډله بللې، د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرانو د پاکستان د پوځ د ترجمان د تورونو په ځواب کې ويلي، که په خپل ایيني حق غوښتلو څوک د ملک غدار بلل کېږي بيا خو ټول بلوچستان غدار دی. تفصيل د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوڅ يووالي کمېټۍ د احتجاجونو لړۍ له تېرې يوې اوونۍ دوام لري، حکومت وایي احتجاج کوونکو سره يې روغه کړې او د هغوی غوښتنې يې منلې خو بيا هم هغوی احتجاج نه ختموي۔ احتجاج کوونکي وايي حکومت له ژمنو باوجود د دوی پر فعالانو ډزې کوي او نيسې يې. نور حال د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان په ګوادر کې احتجاج کوونکو بلوچ یکجھتي کمېټۍ او د حکومتی چاراکو خبرې شوې خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه دہ ورکړې، په ګوادر او شاوخوا سیمو کې انټرنیټ او موبایل نن شپږمه ورځ ھم بند وو او په کوټه او نورو سیمو کې احتجاجونه دوام لري. تازه حال حفیظ الله ستوری شیراني راکوي:
د بلوچستان صوبې په پښين ضلع کې په دوو جلا جلا هدفي بريدونو کې دوه عسکر وژل شوي او يو ټپي شوی دی. د دغو بریدونو ذمه واري کالعدم ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اخېستې ده.
نور کتل