ښاغلي اسفندیار ولي زیاته کړی د اېین دغه مادې د پخواني امر او جرنیل ضیا الحق د وخت وروستو یواځې د سیاست دانانو پرضد په بده توګه کارول کیږی.
د اعلا وزیر پرویز خټک ناقدین وايي حکومت يي صوبې د اقتصادي پرمختگ دپاره خاص د ذکر وړ اقدامات نه دي کړي او که څه هم پرویزخټک دعوې کوي خو د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې يي صوبې د حقونو تحفظ نه دی کړی
نمایش کې برخه اخیستونکې وايي پیښور ته د خارجیانو د نه راتگ په وجه دوي زیاتره کاروبار د آن لاین یا د انټرنیټ دلارې کوي. او یو کاروباري تن چې گلبدین نومیږي، وي او ای ډیوه ته يي وویل افغانستان سره د طورخم لارې د بندیدو په وجه هم ددوي کاروبار تاواني کیږي
د پیو یا شودو په اړه پي سي ایس ايي ار خپل رپورټ د مخلتف قسمه پیو د جاج اخیستلو ورسته جاري کړی دی. ادارې دغه رپورټ د عدالت په حکم قامي اسمبلۍ ته هم وړاندې کړی دی. پي سي ایس ايي ار د پیو په خپله تجزیه کې د مخلفتو پیو نومونه اخستلې دي چې کوم د استعمال دپاره سم دي او کوم نه دي