د وزیرستان وتلي شاعر نور عالم مسید په وزیرستانۍ لهجه کې د شاعرۍ په خپل کتاب کې د سیمې د کډوالو ژوند ته کتنه کړې ده د اتوار په ورځ د کتاب د مخکتنې دستورې په موقع مشاعره کې شاعرانو په خپله خاور د امن لپاره د خپلو جذباتو څرگندونه د شعر و شاعرې په لطیف انداز کې وکړه. تفصیل د عدنان بېټني په راپور کې.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې، دوه ماشومان وروڼه يې ژوبل کړي دي.
د جنورۍ په څلورمه شمالي وزیرستان کې د ماین په يوه چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي وو. په وزیرستان او نوره قبایلي سیمه کې وخت په وخت د ځمکنيو ماین چاودونو کیږي چې زیاتره نقصان په کې ښځو او ماشومان ورسېږي
په لکي مروت کې په پولیس د تازه حملې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېره څه موده کې په سیمه کې په پولیس نورې حملې شوي دي او کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی دی.
په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې پوليس په کې وژل شوی او يو ملکي وګړی ژوبل شوی دی. په شمالي وزیرستان کې په تیرو درېو ورځو کې د هدفي وژنو دا درېمه پېښه ده.
نور کتل