فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دجنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې حکومت پلوه طالبانو دپښتون ژغورنې دغورځنګ په مهم مشر علي وزیر اؤ په نورو غړو د درنو اؤ سپکو وسلو برید پیل کړی. د غورځنگ مشر دعوه کوي چې ډزو کې د پي ټي ایم ۱۰غړي وژل شوي اؤ ۳۰ نور ژوبل شوي دي
دپښتو ژبې وتلی څیړنکار،شاعر، لیکوال فولکلور پوهه پروفیسر داورخان داود د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د۷۸ؤ کالو په عمر کې په پېښور کې وفات شوی اؤ اؤ هم دغلته خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.
دنورو ډیرو سیاستمدارانو اؤ فنکارانو په څیر ګل پاڼه هم دپښتو هغه وتلې سندرغاړې ده چې وخت په وخت یې نه یوازې سکینډلې مخې ته راغلي بلکې د دروغو خبرونه هم ورپسې هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي
دپاکستان صدر ممنون حسین دفاټا خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو په دستوري بدلون لاسلیک وکړو چې له دې وروسته اوس قبائیلي سیمې په باقاعده ډول دخیبرپښتونخوا برخه جوړه شوې ده.
د سوات سیمې سره د تعلق لرونکي ۶۸ کلن ناصر الملک تعلق د یوې ملت پاله سیاسي کورنۍ سره دی اؤ دهغه پلار ښاغلی کامران خان د باچا خان د خدایي خدمتګار تحریک غړی پاتې شوی ؤ.
دخیبر پښتونخوا د سوات سیمې سره تعلق لرونکی دپاکستان دسترې محکمې پخوانی مشر قاضي ناصر الملک د هیواد د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه نومول شوی دی.
دافغانستان یو لوړ رتبه هئیت دملي امنیت دمشاور ښاغلي حنیف اتمر په مشرۍ پاکستان ته دخپل سفر په مهال دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کړي اؤ په مهمو چارو یې ورسره خبرې اترې کړي دي
دپښتو پېغله سندرغاړې دلربا یوازې په سندرو کې ښکلی غږ نه لري بلکې دښکلار لوروېنه پرې هم خالق دومره کړې ده چې کله په سټیج راښکاره شي نو د حسن پرستو زلمو زړونه درزار شروع کړي
په پاکستان کې د خواوشا دوؤ لسیزو راهسې فلمي صنعت د سخت زوال سره مخ دی اؤ حکومت په بیلابیلو وختونو کې ددغه غورځیدلي فلمي صنعت د بیا راپورته کولو دپاره یو شمیر وعدې اؤ اقدامات اعلان کړي خو د هغې باوجود دپاکستان فلم لا پخپلو پښو ولاړ نه دی.
دپاکستان قامي اسمبلۍ دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو دپاره د ۳۱م ائیني بدلون د قانوني مسودې منظوري ورکړې چې له دې وروسته به اوس دا مسوده دسینیټ څخه منظوریږي اؤ بیا به دقانوني بڼې پخپلولو دپاکستان قبائیلي سیمې په باقاعده توګه دخیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي.
بیدار بخت (مرحوم) پښتو فلمونو ته د بدرمنیر په مقابله کې راوستل شوی ؤ اؤ دفلمساز عزیز تبسم دا خیال ؤ چې د پښتو د اولني فلم یوسف خان شیربانو د کامیابۍ نه پس د بدرمنیر په سر کې د شهرت کومه نشه پیدا شوې ده دغه نشه به د بیدار بخت په لونګینه ځوانۍ وباسي
د سوات پولیسو د پښتون ژغورنې دغورځنګ مهم مشر اؤ پخوانی جج ښاغلی رحمت الله محسود اؤ درې نور فعالین دپاکستان دبیرغ د سپکاوي، دپوځ خلاف د شعارونو ورکولو اؤ د ریاستي ادارو په ضد د ولس راپارولو په تورونو نیولي دي.
ګلنار بیګم د پښتو یوه وتلې سندرغاړې وه چې په کال په کال ۱۹۴۲م کې دافغانستان په کونړ ولایت کې دګل محمد کر زیږیدلې وه اؤ بیا په ماشومتوب دخپلې کورنۍ سره د پښتونخوا دمردان شهباز ګړهې سیمې ته راپه ګډه شوې وه.
بدرمنیر چې څومره لویې هیرو ؤ نو دومره ډیر ساده مزاجه اؤ صادق سړی هم ؤ ، اوسیدلو دلاهور د تیزو اؤ هوښیارو پنجابیانو په مینځ کې خو خویونه یې بیخي دکلي دجټ ساده زمیدار وؤ.
په افغانستان کې دټولټاکنو د مودې رانزدې کیدو سره سم سیاسي چاپیریال تود شوی اؤ دافغانستان یو شمیر سیاسي ګوندونو اؤ شخصیاتو د راتلونکو ټولټاکنو دپاره په ترکیه کې د یو نوي سیاسي ائتلاف په جوړؤلو موافقه کړې.
دپاکستان پوځ افغانستان سره په پوله پرته قبائیلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د پوځي چیک پوسټونو دملیشې ځواکونو ته ورکول پیل کړي دي اؤ وایي چې اوس به ډیر زر په دغه قبائیلي سیمه کې دموبائیل فون خدمات هم پځایې شي.
په پاکستان کې دپښتنو دحقونو دپاره راپورته شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي د کوټې هزاره ټولنې سره د پوځ دسرلښکر ژمنې به وروسته له هغې وستائي چې کله پوځ خپلې ژمنې ترسره هم کړي.
خو دمزدورانو په حق کې هرکال دپورته کيدونکو دغو شعارونو باوجود هم نن نۀ يواځې په پاکستان اؤ افغانستان بلکې دنړۍ په ګڼو هيوادونو کې دمزدورانو دستونزو اؤ تکليفونو بار ورځ په ورځ نور هم درنيږي.
په پاکستان کې دپوځ دزیاتیو په ضد راپورته شوي اولسي تحریک پښتون تخفظ موومنټ ویلي په پاکستان کې د پښتنو په ضد د ترهګرۍ روانه لړۍ اؤ دپوځ لخوا پي ټي ایم سره دخبرو اترو وړاندیز په یو وخت په مخکې نه شي تللی.
دپاکستان پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره دپوځ لخوا د خبرو پیل کولو هرکلی کړی خو وایي که چرې پوځ په دې خبرو کې اخلاص ونه ښودلو اؤ یوازې د موقعې سړؤلو په موخه یې معاهده وکړه نو دا به پاکستان ته نه سرکیدونکي زیانونه واړوي.
نور کتل