فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي دغه برید دیک شنبې په ورځ په ورځ دننګرهار دبهسودو اولسوالۍ په مقام خان نومې هدیره کې دهسکې مینې دیو پخواني اولسوال حاجي ګل ولي دجنازې په برخه والو شوی دی.
تاسو به په کال ۲۰۱۷م کې دپښتو ډیرې سندرې اوریدلي وي خو ایا تر دې دمه مو پخپل ذهن کې فیصله کړې ده چې په دې کال کې دپښتو تر ټولو مهشوره سندره کومه یوه وه؟
ګل خوبان دپښتو پیغله سندرغاړې ده چې دسندرو ترڅنګ یې دخپل تعلیم لړۍ ته هم دوام ورکړی اؤ په ټولنیزو رسنیو هم فعالیت کوي خو وایي زیاتره پښتانه په سوشل میډیا ښځو فنکارانو سره ښه سلوک نه کوي.
دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف دخپل ګوند حکومت ته سپارښتنه کړې چې قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو لړکې دمولانا فضل الرحمان اؤ محمودخان اچکزي اندیښنې ختمې اؤ قانوني مسوده دې دپارلیمان څخه منظوره کړي.
پاکستاني سنیټیرانو دامریکایي چارواکو لخوا پاکستان ته په ورکړل کیدونکو ګواښونو اندیښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي هغوئ ویره لري چې هسې نه امریکا یو ځل بیا داسامه بن لادن د وژنې په څیر پاکستان کې نیغ په نیغه عملیات وکړي.
ارواښاد بشیر احمد بلور پښتون قامي یا پارلیماني سیاست کې خپله ځانګړې پیژندګلو ضرور لري خو کومه پیژندګلو چې هغه پخپله زړورتیا دخپل مرګ نه وروستو پیدا کړې ده دهغې اعتراف دبشیربلور سخت سیاسي مخالفین هم په واز کومي کوي.
په نوي دور کې خو داسې ډیرې پیغلې دهنر میدان ته راغلې چې دهغوئ ښکلا ته د خلکو زړونه دوړیږي خو دښکلا نه وروسته چې کله خبره ددغو هنرمندانو” هنر” ته ځي نو هلته بیا دهنر استاذان دهغوئ په هکله رایې قائمولو کې ارو مرو ساه نیولي کیږي.
دپاکستان د هوایي ځواکونو مشر مارشال سهیل امان ویلي که چرې دامریکا ډرون الوتکې دپاکستان دهوایي حدونو څخه سرغړونه وکړي نو رانسکورې به کړل شي.
چې په ریډیو به یې غږ راپورته شو نو په ماحول به داسې خاموشي خوره شوه لکه چې ټول کائنات دهغې دځنګیدلي اؤ خمار غږ په نشه کې ډوب نشه پروت وي اؤ دخبرو چل ترې هیر شوی وي.
په پښتو ژبه کې چې څنګه ټپې، متلونه ، محاورې اؤ اړونه ډیرې لرغوني دي دغسې په پښتنه ټولنه کې د ماشومانو ځینې لوبې ډیرې لرغونې دي خو دپام نه ورګرځول کیدو له امله دغه لوبې اوس په ډیرې چټکتیا سره له مینځه ځي
دپښتو په وتلې سندرغاړې ګل پاڼې پسې دپاکستان دګمرګ یا ټیکسونو محکمې د ١٠ مېلینو روپو دټېکس نوټس لیږلی اؤ وایي ګل پاڼه په مېلینونو روپۍ ګټي خو تر اوسه یې دیوې روپۍ ټیکس هم نه دی ورکړی
دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلي پرویز خټک په مرکزي حکومت تور لګولی چې دقبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې په ورګډؤلو سیاست کوي اؤ نه غواړي چې دغه معامله زر تر زره هواره کړي.
دپاکستان دسینیټ چئیرمین ښاغلي رضا رباني ددغه هیواد په تعلیمي نصاب سخت ټکونه کړي اؤ ویلي یې دي چې په دغه نصاب کې ماشومانو ته دجهاد ترغیب ورکړل کیږي.
دامریکې دبهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي پاکستان غواړي چې دامریکا له لوري د ورکړل کیدونکو معلوماتو په اساس خپله خاوره کې د ترهګرو دځالو په ضد ګامونه واخلي.
دخیبرپښتونخوا د سر ښار پیښور نه دافغانستان د کونړ ولایت مرستیال ګورنر قاضي محمد نبي احمدي نامعلومو کسانو تښتولی.
د پښتو وتلی سندرغاړی ګلزار عالم وایي پیښور کې پرې د جومات یو ملا د مذهب د سپکاوي تورونه لګولي وؤ اؤ خپلو مقتدیانو ته یې دجمعې خطبه کې امر کړی ؤ چې باید دی اؤ دده بچي ووژل شي اؤ کور یې وسوځول شي.
پاکستان منلې چې دامریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ورته د۷۵ کسانو(ترهګرو)فهرست سپارلی خو ویلي یې دي چې امریکا دپاکستان وائسرایی نه دی چې هره خبره به یې منل کیږي.
افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو هاغه ۲۱ تندروه وسله والې ډلې په ګوته کړي چې دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې دواړو غاړو ته د ورانکارۍ فعالیتونه کوي.
اسلام اباد ته دامریکې دبهرنیو چارو دوزیر سفر که هرڅو دپاکستان حکومت ترڅه حده ښه پرمختګ ګڼي خو دپاکستان دسینیټ چئیرمین ښاغلی رضا رباني حکومت څخه غوښتي چې پارلیمان دې د امریکې دغوښتنو نه خبر کړي.
دهندي فلمونو وتلی ستوری قادر خان چې په خټه دقندهار پښتون دی اؤ دپاکستان دبلوچستان ایالت په پښین سیمه کې زیږیدلی دا مهال سخت ناروغه شوی اؤ کورنۍ یې وایي چې دخبرو اترو څخه پریوتی دی.
نور کتل