په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پيازو کرونده ګر وايي، د پيازو په پېداوار یې ډېر خرڅونه شوي افغانستان ته لېږل یې بند شوي ځکه پياز ارزان شوي کرونده ګر او سوداګر یې د ډېر تاوان سره مخ کيږي.
اوړه اوس هم په پښتونخوا کې کم، نرخونه يې زیات او د پنجاب نه يې راوړل بند دي په پښتونخوا کې د غنمو فصل تر ډېره رارسېدلی خو خلک اوس هم د اوړو له کمي سره مخ دي او نرخونه يې ګران دي. ځايي خلک وايي، د شلو کيلو د يوې تروړې بيه د درې زره روپۍ نه زياته ده. پنجاب د غنمو او وړو په خرڅ بندېز لګولی.
د لائيو سټاک محکمې پوهان د ولايتي او مقامي ذاتونو غواګانو د نسل کشۍ خسمانه کوي او دي ماحول سره سمون لرونکي ذات تري اخلي کوم چي ډېرې شېدې کوي. دا غواګانې له ډېرو روغتیايي ستونزو سره هم مخ کېږي. په دې اړه ډاکټران څه مشورې ورکوي؟ تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
په خیبر پښتونخوا کې به سږ کال د غنمو پیداوار د تېر کال نه زیات وي خو بیا به هم د صوبې اړتیا نه پوره کوي. چارواکي وايي، له همدې امله به د نورو غنمو د اخېستلو لپاره له پنجاب سره راکړه ورکړه کېږي چې د صوبې د خوراکي توکو اړتیا پوره شی. په دې اړه نور تفصیل د ملک وقاص په راپور کې اورئ.
ګل د مينې د اظهار او ښکلا علامت او يوه ښايسته ډالۍ ده د پيښور په زرعي پوهنتون کي د ګلونو يو نندارتون راجوړ کړی شوی او د چارواکو په وينا ګل نه يواځي په ذهني، جسماني صحت او په چاپيريال مثبتي اغيزي کوي بلکې خلک يې د ناروغانو د تپوس پوښتنې او په ښاديانو نمانځلو کي هم د ډالئ په توګه ورکوي.
د پښتونخوا په صوابۍ کې بزګرو ته د هوګې د یو نوي ګټور تخم په اړه روزنه او پوهاوی ورکړل شوی دا هوګه د همایون ګارلک جي ون په نامه یادېږي چې وزن، خوند او مالي ګټې یې ډېرې دي. ملک وقاص پرې راپور تیار کړی.
د خوراکی توکو د بیو جاج اخېستنې اداری ویلی، چی تیرہ اونۍ د خوراکي توکو په بيو کې شاخوا پنځه څلويښت فيصده (۴۵٪) زياتوالي راغلي خو ولس وايي، دا د حکومت ناقصه تګلاره ده چې له امله یې د دوی ژوند ګران شوی. د ګرانۍ په اړه ملک وقاص راپور تیار کړی.
د پيښور پہ زرعي پوهنتون کې د پسرلي د ګلونو يو نندارتون جوړ شوی د پوهانو په وينا ګل د انسان د ذهني او جسماني صحت تازه ساتلو سره سره د چاپېريال په ښاېسته کولو کې غټ لاس لري. دې استاذانو وويل بايد نندارتون ته په ګڼ شمېر کې ښځې راشي ځکه د ګل په کرلو او خسمانه کې د ښځو ډېره ونډه ده.
د خيبرپښتونخوا په پيښور کې د کبانو د روزنې محکمې، د نمایشي کبانو یو ځای (ايکويريم) جوړ کړی چې په ګڼ شمېر رنګارنګ کبان پکې دي د دغې محکمې چارواکي وايي، دوي له کبانو نسل اخلي او عامو خلکو ته يي د کاروبار لپاره ورکوي. په دغو رنګینه کبانو ملک وقاص راپور راستولی.
د مارچ دریمه نېټه د ځنګلي ځناورو د ساتنې په اړه د بیدارۍ لپاره د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي د پېښور د ژوبڼ کارکونکي وايي، ځنګلي ځناور پر مځکه د متوازن ژوند تېرولو لپاره یوه قدرتي وسیله ده او باید چې ولس او حکومت یې په ساتلو کې رغنده رول ولوبوي. ملک وقاص پرې راپور راستولی.
په چارسده کې د کرنې د ادارې لخوا کرونده ګرو ته د لوبیا تخمونه ورکړل شوي چې ورسره دغلته به د لومړي ځل لپاره د لوبیا کرل پیل شي د کرنې پوهان وايي، چې لوبیا د یو ایکړ ځمکې په سره شاخوا څلوېښت منه پیداوار لري او دوی به ورڅخه بېرته یو کیلو لوبیا په ۴۰۰ روپیو باندې اخلي.
د پښتونخوا صوبې په چارسده کې د کرونده ګرو د فصلونو او څارویو د زیات پیداوار لپاره یوه غونډه شوې په دغې غونډه کې کرونده ګرو له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي. په دغي اړه ملک وقاص راپور تیار کړی
په پاکستان کې د سبزیانو بیې کمې شوي. سوداګر وايي، دلیل یې دا دی چې له سېلابونو وروسته لارې بېرته پرانېستل شوي.
په خیبر پښتونخوا کې ګروند ګرو ته د ماشینونو په واسطه د شولو یا وریځو د کرلو چل ښودل شوی. دا ماشینونه کولای شي په ځانګړي واټن سره شولې وکري.
په خیبر پښتونخوا کې د فارمونو مالکان وايي، دا مهال د سارویو د خوراکي توکو بیې زیاتې شوي خو لا هم د شېدو بیه نه ده پورته شوې. ملک وقاص
په خیبر پښتونخوا کې د جون په نولسمه نېټه سختې ږلۍ د خلکو تیار ولاړ فصلونه تباه کړي دي. ملک وقاص
د خیبر پښتونخوا د تنباکو د کرونده ګرو د حقونو اتحادیې یوه غونډه کړې. د تنباکو د کرونده ګرو د ستونزو په اړه ملک وقاص راپور راستولی.
هر کال د شاتو د مچیو نړیواله ورځ د مې میاشتې په شلمه لمانځل کېږي. نور حال د ملک وقاص په راپور کې.
د یو اېس اېډ په مرسته په چارسده کې کروندګرو ته د پوهې ورکولو غونډه وشوه
نور کتل