د اسلام آباد په ګڼو هوټلو کې په لوی شمېر هغه افغانان دېره دي چې نورو هېوادونو ته د تلو تکل لري خو وايي چې ډير بد حال کې دي.
په اسلام اباد کې ميشته افغان کډوال وايي په کابل د طالبانو بیا د واکمنېدو وروسته چې کوم افغانان پاکستان ته راغلي د زياترو کسانو پکې د ويزو قانوني مېعاد ختم شوی دی او د پاکستان حکومت ورسره د ويزو په تازه کولو کې کومک نه کوي
افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته کډه شوي افغانان وايي دا ځلې په پاکستان کې هم د یو شمېر نوو چېلنجونو سره مخ دي. اسلام اباد ته تازه کډه شوي افغانان زیاتوي دوي ته په کرایه کورونه په ګرانه ورکړی کیږي او چې کوم کورونه ورکوي د هغوي کرایانې ترې یو په دوه زیاته غوښتل کیږي.
د صحت نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د شمېرو تر مخه په ګرده نړۍ کې هره ورځ د څلور زرو نه زیات خلک د ټي بي ناروغۍ له سببه خپل ژوند د لاسه ورکوي او هم په یوه ورځ کې ۲۸۰۰۰ تنه په دې ناروغۍ اخته کیږي. پاکستان د نړي په هغه ۳۰ هېوادونو کې په شپږم نمبر دی چرته چې د ټي بي ناروغانو شمېره تر ټولو زیاته ده.
د افغانستان د روان وضعیت اغېزې دپاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په اقتصاد او د عام ولس په کاروبارونو هم شوې دي.
د هوايي ټکټونو کاروبار کونکی يو ټرېولنګ اېجنټ شعېب بټ وايي د طالبانو د افغانستان د واک نيولو نه وړاندې به د کابل د پاره ټکټ تر څلوېښت زره روپۍ پورې ترلاسه کېدی شو خو اوس په دوه درې لکه روپۍ هم ټکټ ډېر په ګرانه ترلاسه کيږي. هغه وايي د ټکټ بېعه د زیاتېدو باوجود هم خلک اوس ټکټ پسې ګرځي
د پاکستان سر ښار اسلام اباد په ډي چوک کې داېف سي دهغو عسکرو د کورنيو غړي په احتجاجي پرلت ناست دي چې کال ۲۰۱۱م کې د خېبر پښتونخوا په شبقدر سيمه کې په يو ځان مرګي برید کې وژلی شوي وؤ.
مينه وفا دافغانستان يوه نامتو سندرغاړې او د فلمي نړۍ روښانه څهره وه. خو اوس په پاکستان کې ورسره د اوسېدو ځای هم نشته او د پنجاب صوبې ښار پنډۍ کې ډېره په ګرانه ژوند تېروي.
د پي اېف یو جی ناصر زېدي وي او ای ډيوه ته د مجوزه قانون په اړه وویل چې د دې قانون د لارې به سنسر شپ په رياستي کچه روا وګرځولی شي، يو سرکاري افسر سرته به دومره اختیار ورکړي چې يو خبريال يا صحافي له به سزا هم ورکولی شي او مطبوعاتي ادارې به هم جرمانه کولی شي