TV Schedule
لویه پښتونخوا په ټي وي
د تورخم دروازه په اتمه ورځ هم بنده پاتې ده. مسافر، بیماران او د سامان ډګ ګاډي له بند پاتې دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت څومره لارې دي؟ څه د یو بل نه اخلي؟ او تجارت وس څنګه روان دی؟ حجم یې څومره دی؟ تفصیل په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې وګورئ. کوربه یې نصرالله خان دی
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو د پروګرام مهم ټکي: -د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم مهمه لاره، نن په اتمه ورځ هم بنده وه او په لنډي کوتل کې احتجاجي مظاهره وشوه.// -د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي، طالبانو د جينکو د تعليم او د ښځو د حقونو په اړه او آی سي سره څه غوڅه ژمنه ونه کړه.// -د افغانستان لپاره د امريکا خصوصي استازی تامس ويسټ وايي، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره اندېښنه داعش-خراسان ډله ده.// -او د امریکې په کانګرس کې د رېپلېکنانو له طرفه د صدر جو بایډن د مواخذې کوششونه.//